در کابل، برای ۱۰۰ مالدار ۷.۵ تُن خوراک تأییدشده برای پرواربندی گوسفند توزیع شد
۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ رَبیعالثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
بهمنظور توسعه مالداری، افزایش تولید گوشت و بلندبردن عواید مالداران، از طریق پروژه CRISF، با همکاری تخنیکی کمیته هالند برای افغانستان (DCA) و حمایت مالی صندوق بینالمللی توسعه زراعت (IFAD)، برای ۱۰۰ مالدار مصروف فعالیتهای پرواربندی گوسفند در ولسوالیهای دهسبز و قرهباغ ولایت کابل، خوراک باکیفیت و تأییدشده توزیع شد.
بر اساس معلومات، در این روند ۵۰ مالدار از ولسوالی دهسبز و ۵۰ مالدار از ولسوالی قرهباغ که در بخش پرواربندی گوسفند فعالیت دارند، شامل بودند. به هر مالدار ۷۵ کیلوگرام خوراک تأییدشده پرواربندی توزیع شد که در مجموع به ۷۵۰۰ کیلوگرام یا ۷.۵ تُن خوراک میرسد.
هدف از این کمک، ترویج فعالیتهای مسلکی و معیاری پرواربندی گوسفند در میان مالداران، ایجاد فرصتهای کاری در بخش مالداری، افزایش میزان تولید گوشت و تقویت رشد اقتصادی و افزایش عواید مالداران عنوان شده است.
به گفته مسئولان، فراهمسازی خوراک باکیفیت در روند پرواربندی گوسفند، برای بهبود تولید و افزایش کیفیت و کمیت گوشت نقش مهمی دارد. انتظار میرود با ادامه چنین کمکها و همکاریهای آموزشی و تخنیکی، وضعیت اقتصادی مالداران بهتر شده و سطح تولید در بخش مالداری افزایش یابد.
کابل کې ۱۰۰ مالدارانو ته د پسونو د چاغښت لپاره ۷.۵ ټنه تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول
۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د مالدارۍ د ودې، د غوښې د تولید د زیاتوالي او د مالدارانو د عایداتو لوړولو په موخه، د افغانستان لپاره د هالند کمېټې (DCA) په تخنیکي همکارۍ او د کرنې پراختیا نړۍوال صندوق (IFAD) په مالي ملاتړ د CRISF پروژې له لارې د کابل ولایت په دهسبز او قرهباغ ولسوالیو کې د پسونو د چاغښت له فعالیتونو سره د بوختو ۱۰۰ مالدارانو ته باکیفیته او تصدیق شوي خوراکي توکي ووېشل شول.
د معلوماتو له مخې، په دې بهیر کې د دهسبز ولسوالی ۵۰ تنه او د قرهباغ ولسوالی ۵۰ تنه هغه مالداران شامل وو، چې د پسونو د چاغښت په برخه کې فعالیت کوي. هر مالدار ته ۷۵ کیلوګرامه تصدیق شوی د چاغښت خوراک ووېشل شو چې په ټولیز ډول ۷۵۰۰ کیلوګرامه یا ۷.۵ ټنه خوراک کېږي.
د یادې مرستې موخه د مالدارانو په منځ کې د پسونو د چاغښت د مسلکي او معیاري فعالیت دودول، د مالدارۍ په برخه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د غوښې د تولید کچې لوړول او د مالدارانو د اقتصادي ودې او عوایدو زیاتوالی بلل شوی دی.
د مسؤلینو په وینا، د باکیفیته خوراک برابرول د پسونو د چاغښت په بهیر کې د تولید د ښه والي او د غوښې د کیفیت او کمیت د لوړولو لپاره مهم رول لري. تمه ده، چې د دې ډول مرستو او روزنیزو او تخنیکي همکاریو له دوام سره، د مالدارانو اقتصادي وضعیت لا ښه او د مالدارۍ په برخه کې د تولید کچه لوړه شي
