د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مسؤولینو سره د نویو پروژو د پلي کېدو په موخه وکتل

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د پراختیايي پروګرامونو له مسؤول فهاد بنګیش او مل پلاوي سره وکتل او د ګډو همکاریو او نویو پروژو د پلي کېدو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسؤولینو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په همغږۍ د نویو پروژو د پلي کېدو لپاره د خپل چمتووالي خبر ورکړ.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د دواړو لورو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د پروژو د پلي کېدو پر مهال باید اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب‌ورکونه په پام کې ونیول شي او پروژې د کرنې وزارت د لومړیتوبونو له مخې پر مخ یووړل شي، څو د خلکو لپاره اغېزمنې او ګټورې تمامې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې بېلابېلو مؤسسو او نړۍوالو سازمانونو افغانستان ته د پام وړ مالي مرستې راوړې دي؛ خو بنسټیزې او زیربنایي چارې په لازم ډول نه دي ترسره شوې. له همدې امله، د نویو پروژو د پلي کېدو پر مهال باید د هغو اغېزمنتیا، دوامدارو پایلو او بنسټیزو اغېزو ته جدي پاملرنه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» د ملګرو ملتونو یو نړۍوال بنسټ دی، چې د بېوزلۍ د کمولو، د نابرابریو د راکمولو او د هېوادونو د دوامدارې پراختیا د ملاتړ په برخو کې فعالیت کوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS