لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۳
لغمان کې د شېدو راټولولو دوو مرکزونو سره د ۵ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت د مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ د شېدو راټولولو مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د شاوخوا ۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت لوجستیکي او تخنیکي وسایل برابر او ووېشل شول.

په دغو شاوخوا ۳۰ قلمه وسایلو او اسبابو کې یخچالونه، ډرمونه، سولري سیستم، پلاستیکي جکونه، د شېدو د تودوخې د معلومولو ترمامیترونه، ټېسټ ټیوبونه، ریکشا او یو شمېر نور اړین وسایل شامل دي.

یاد وسایل د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن، د اقتصاد رئیس مولوي عطاالرحمن فاتح او د هالینډ کمېټې د ولایتي مسؤلینو په حضور کې د شیدو راټولولو مرکزونو مسؤلینو ته وسپارل شول.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سلیمان ایمن د شیدو راټولولو مرکزونو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې یاد مرکزونه د مالدارانو د شیدو لپاره د بازار موندنې، د شیدو د خوندي ساتنې او د لبنیاتو د پروسس په برخه کې مهم رول لري.

نوموړي له ګټه‌اخیستونکو وغوښتل، چې له ورکړل شویو وسایلو او اسبابو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه واخلي. همدارنګه یې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په برخه کې د هالینډ کمېټې له همکاریو مننه وکړه او د ورته پروژو د دوام غوښتنه یې وکړه.

ورپسې د لغمان د اقتصاد رییس مولوي عطاالرحمن فاتح د کرنې او مالدارۍ د سکتورونو پر اقتصادي اهمیت خبرې وکړې او یاد سکتورونه یې د اقتصادي ودې له مهمو بنسټونو څخه وبلل. نوموړي د شیدو راټولولو مرکزونو د فعالیتونو اهمیت ته په اشارې سره، د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د شېدو راټولولو مرکزونو د تجهیز له لارې به مالدارانو ته د شېدو د راټولولو، خوندي ساتنې او بازار موندنې په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي او د لبنیاتو د تولید او پروسس لپاره به د معیاري خدمتونو زمینه پراخه شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS