د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر لسګونو مالدارانو وزې، د څارویو خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۴۳
د نورستان کانتیوا ولسوالی کې پر لسګونو مالدارانو وزې، د څارویو خوراکي توکي او درمل ووېشل شول

۳۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د بدیل معیشت د پروګرام په چوکاټ کې د مالدارۍ د سکتور د ودې، د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او د حیواني محصولاتو د زیاتوالي په موخه، د نورستان ولایت په کانتیوا ولسوالی کې پر ۱۹۰ مالدارانو ۳۸۰ محلي وزې، متراکم حیواني خوراک او د چینجیانو ضد درمل ووېشل شول.

د نورستان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دې مرسته کې هر مالدار ته دوه محلي وزې، یوه بورۍ ۵۰ کیلوګرامه متراکم حیواني خوراک او د چینجیانو ضد درمل ورکړل شول.

یاده مرسته د ډنمارک د کډوالو شورا«ډي‌ارسي» په مالي ملاتړ او د نورستان د کرنې ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په تخنیکي همکارۍ ترسره شوه.

د مرستو د وېش په پیل کې د کانتیوا ولسوالی ولسوال د کرنې ریاست له رهبرۍ او «ډي‌ارسي» مؤسسې څخه د مالدارانو د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه وکړه او د ورته پروګرامونو د دوام او لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.

ورپسې، د نورستان د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر ډاکتر بختیار سعید د ریاست په استازیتوب مالدارانو ته د څارویو د معیاري روزنې، پالنې او له مالدارۍ څخه د اقتصادي ګټې اخیستنې په اړه لازمې تخنیکي مشورې وړاندې کړې. نوموړي همدارنګه د «ډي‌ارسي» مؤسسې له رهبرۍ څخه د مالدارانو د ملاتړ او ورته پروګرامونو د پراختیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د «ډي‌ارسي» مؤسسې رهبرۍ په راتلونکي کې د نورستان له مالدارانو سره د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ ژمنه وکړه.

د یاد پروګرام موخه د مالدارۍ د سکتور وده، د مالدارانو اقتصادي پیاوړتیا، د هغوی د معیشت د سرچینو پراختیا او د حیواني محصولاتو د تولید زیاتوالی بلل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS