ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۲
ننګرهار کې د شیدو راټولولو څلورو مرکزونو سره د ۲۰ زره ډالرو په ارزښت د وسایلو مرسته وشوه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په څلورو ولسوالیو کې د شیدو راټولولو مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د ۲۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت لوجستیکي او تخنیکي وسایل برابر او ووېشل شول.

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په همکارۍ، د دې ولایت د بټي کوټ، دره نور او کوزکونړ ولسوالیو د شیدو راټولولو مرکزونو ته اړین لوجستیکي او تخنیکي وسایل برابر شوي دي.

د دوی په وینا، په رودات او بټي کوټ ولسوالیو کې دوه نوي د شیدو راټولولو مرکزونه جوړ شوي او په دره نور او کوزکونړ ولسوالیو کې له مخکې جوړو شوو مرکزونو سره هم د اړتیا وړ وسایلو مرسته شوې ده.

په همدې حال کې، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وايي، د هالینډ کمېټې له لوري له یادو مرکزونو سره د وسایلو په مرسته کې، نویو جوړو شوو مرکزونو ته ۳۰ قلمه او له پخوانیو جوړو شوو مرکزونو سره ۱۲ قلمه لوجستیکي او تخنیکي وسایل ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، د هر مرکز لپاره د شاوخوا پنځه زره امریکایي ډالرو په ارزښت وسایل اخیستل شوي، چې له دې لارې به د لبنیاتو د راټولولو لپاره معیاري او منظم مرکزونه رامنځته شي، د مالدارانو شیدې به په یوه واحد ځای کې راټولېږي او د کیفیت له پلوه به په مناسبه توګه پروسس او بازار ته وړاندې کېږي.

د ننګرهار د کرنې رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې او اروپایي ټولنې له همکارۍ او مالي ملاتړ څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د مالدارانو د اقتصادي پیاوړتیا او د لبنیاتو د صنعت د ودې لپاره دې ورته پروګرامونه نورو سیمو ته هم وغځول شي.

ورسره، د ننګرهار د اقتصاد رییس مولوي جان‌محمد حامد په دغه ولایت کې د شیدو راټولولو مرکزونو پیاوړتیا د مالدارانو د ملاتړ او د لبنیاتو د سکتور د ودې په برخه کې مهم ګام وباله او د خپلې ادارې په استازیتوب یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د مسؤلینو په وینا، د یادو مرکزونو د تجهیز له لارې به د مالدارانو لپاره د شیدو د راټولولو، ساتنې او بازارموندنې اسانتیاوې لا پراخې شي او د لبنیاتو د تولید او پروسس په برخه کې به د معیاري خدمتونو زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS