د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د سمنګان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه
۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره وکتل او د عوایدو او عوایدي سرچینو وضعیت یې وڅېړه.
په دې کتنه کې د عوایدو د تحصیل په بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو، د اجارې ورکولو، د عوایدي سرچینو د پېژندنې او تعقیب او د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې.
همداراز، د سمنګان د کرنې ریاست د عوایدو د برخو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په جوړه شوې ناسته کې د عوایدو د تحقق کچه، شته ستونزې او د عوایدو د راټولولو او تحصیل د بهیر د ښه والي لارې چارې وڅېړل شوې.
په پای کې، د عوایدو د تحصیل په بهیر کې پر روڼتیا، مسؤولیتپذیرۍ، د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ، د عوایدي سرچینو د تعقیب او د ننګونو د هواري او د عوایدو د زیاتوالي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو.
