د ننګرهار کوزکونړ کې یوشمېر نیالګیو روزونکو سره  د اړینو توکو او موادو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۴:۳۴
4

۲۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نیالګیو د معیاري تولید، د شنو سیمو د پراختیا او د بڼوالۍ د ودې په موخه، د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار  مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې  په مالي ملاتړ، د دې ولایت کوزکونړ ولسوالی۲۰ تنو نیالګیو روزونکو ته د نیالګیو د روزنې اړین وسایل او مواد ووېشل شول.
د معلوماتو له مخې، د دغې مرستې ټولیز ارزښت ۸۰۰ زره افغانۍ دی، چې هر نیالګیو روزونکي ته د شاوخوا ۴۰ زره افغانیو په ارزښت په یوه جریبه ځمکه کې د نیالګیو د روزنې لپاره د اړینو وسایلو او موادو یوه کڅوړه ورکړل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، یادو ۲۰ تنو نیالګیو روزونکو ته د ډاکار مؤسسې له لوري د نیالګیو د روزنې په برخه کې څلور میاشتې مسلکي روزنه ورکړل شوې، چې له بشپړولو وروسته ورته د خپلو نرسریو د فعالیتونو د پیل او پراختیا په موخه اړین وسایل او مواد برابر شول.
نوموړي زیاته کړه، چې هرې نرسري ته د ۳۶ قلمه اړینو وسایلو او موادو یوه کڅوړه وېشل شوې، چې د نیالګیو د روزنې وسایل، کیمیاوي سرې، تخمونه، درمل او یو شمېر نور اړین توکي پکې شامل دي.
د ننګرهار دکرنې رییس څرګنده کړه، چې د دغو نرسریو د جوړولو، نیالګیو روزونکو ته د مسلکي روزنې ورکولو او د اړینو وسایلو او موادو د برابرولو اساسي موخه د معیاري او سالمو نیالګیو تولید، د شنو ساحو پراختیا، د بڼوالۍ سکټور وده او د سیمې خلکو ته د دوامدارو کاري فرصتونو برابرول دي.
د نوموړي په وینا، د دغې مرستې په پلي کېدو سره به په ننګرهار کې د معیاري نیالګیو د تولید ظرفیت لا لوړ شي او بزګرانو او بڼوالو ته به د باکیفیته او سالمو نیالګیو د برابرولو زمینه لا پراخه شي.
همداراز تمه ده، چې د یادو نرسریو فعالیتونه د نیالګیو د تولید ترڅنګ، د بڼوالۍ د پراختیا، د شنو ساحو د زیاتوالي او د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا په برخه کې هم اغېزمن تمام شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS