دیدار رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت با مسؤول پروژه CRS در افغانستان
۷ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه هماهنگی و تخنیکی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسؤولان پروژه مؤسسه CRS در افغانستان، به رهبری الحاج مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای این وزارت، با حضور اعضای کمیته تخنیکی مؤسسات غیردولتی و همکاران تخنیکی مؤسسه CRS برگزار شد.
در این دیدار، رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت از فعالیتها و تلاشهای مؤسسه CRS در راستای حمایت از سکتور زراعت در افغانستان قدردانی کرده و بر ادامه همکاری و هماهنگی میان دو طرف تأکید نمود.
در همین حال، مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان از همکاری وزارت زراعت در زمینه امضای تفاهمنامهها ابراز قدردانی کرده و گفت که این مؤسسه در سالهای ۲۰۲۶ تا ۲۰۲۸ میلادی، مبلغ ۱.۶۵ میلیون دالر امریکایی را برای تطبیق پروژههای رفاهی در ولایتهای کندهار، هرات و بامیان، در هماهنگی با وزارت زراعت و مطابق با اولویتهای این وزارت، اختصاص خواهد داد.
رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامههای وزارت زراعت نیز اطمینان داد که این وزارت در روشنایی پالیسیها و استراتیژیهای امارت اسلامی، آماده هرگونه همکاری و هماهنگی با مؤسسات همکار در راستای توسعه سکتور زراعت میباشد.
وی همچنان از مؤسسه CRS خواست تا فعالیتهای انکشافی خود را گسترش داده و ولایتهایی را که کمتر از پروژههای انکشافی بهرهمند شدهاند، در پلانهای آینده خویش مورد توجه قرار دهد.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د لوی رییس او په افغانستان کې د «سياراس» مسؤول ترمنځ لیدنه
۷ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او په افغانستان کې د «سياراس» مؤسسې د پروژې د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او تخنیکي غونډه د دغه وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د نادولتي مؤسسو د تخنیکي کمېټې غړو او د «سياراس» مؤسسې تخنیکي همکارانو هم ګډون کړی و.
په دې لیدنه کې د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې د «سياراس» مؤسسې له فعالیتونو او هڅو څخه مننه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د «سياراس» مؤسسې مسؤول د تفاهملیکونو د لاسلیک په برخه کې د کرنې وزارت له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه مؤسسه به د ۲۰۲۶ تر ۲۰۲۸ میلادي کلونو پورې د کرنې وزارت په همغږۍ او د دغه وزارت له لومړیتوبونو سره سم، په کندهار، هرات او بامیان ولایتونو کې د رفاهي پروژو د پلي کولو لپاره ۱.۶۵ میلیونه امریکایي ډالر ځانګړي کړي.
د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس هم ډاډ ورکړ چې دغه وزارت د اسلامي امارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې، د کرنې سکتور د پراختیا په موخه له همکارو مؤسسو سره هر ډول همکارۍ او همغږۍ ته چمتو دی.
نوموړي له «سياراس» مؤسسې څخه وغوښتل، چې خپلې پراختیايي چارې لا پراخې کړي او هغه ولایتونه چې تر دې وړاندې یې له پراختیايي پروژو څخه لږه ګټه اخیستې، په خپلو راتلونکو پلانونو کې په پام کې ونیسي.
