د زابل شاه‌جوی کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۲۹
د زابل شاه‌جوی کې  لسګونو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون پر وړاندې د سازښت په اړه روزنیز پروګرام وړاندې شو

۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په کچه ۱۲۰ تنو بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د سازښت او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د خوندي ساتلو په موخه یوه ورځنۍ ښوونیزه برنامه وړاندې شوه. په دغه پروګرام کې بزګرانو ته د اقلیمي بدلون له ګواښونو سره د مقابلې او د خپلو کرنیزو فعالیتونو د شرایطو له بدلون سره د عیارولو په اړه عملي معلومات ورکړل شول.
په دې ښوونیزه برنامه کې د اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د بارانونو د بې‌نظمۍ او د تودوخې د لوړېدو په اړه معلومات وړاندې شول او د دغو اقلیمي بدلونونو د کرنې او مالدارۍ پر سکتور د اغېزو په اړه له بزګرانو سره خبرې وشوې.
بزګرانو ته د اوبو د سپما، د اوبه‌خور د مناسبو لارو چارو، د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو نباتاتو د کرلو، د خاورې د ساتنې او د کرنیزو حاصلاتو د خوندي کولو په اړه هم عملي سپارښتنې وشوې، څو د اقلیمي ګواښونو له امله رامنځته کېدونکي زیانونه راکم شي.
د پروګرام له لارې ګډونوالو ته د اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې لازم پوهاوی ورکړل شو او د اقلیمي ګواښونو د اغېزو د کمولو لپاره عملي لارې چارې ور وپېژندل شوې. ګډونوالو وویل، چې ترلاسه شوي معلومات به د خپلو کرنیزو فعالیتونو په تنظیم او د اقلیمي ستونزو پر وړاندې د چمتووالي په برخه کې وکاروي.
ځايي بزګرانو، قومي مشرانو، د کلیو ملکانو او ملا امامانو د ورته ګټورو ښوونیزو پروګرامونو د پلي کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو د حل لپاره د خلکو د پوهاوي لوړول اړین دي.
د ناستې په پای کې د شاه‌جوی ولسوالی د کرنې او مالدارۍ اړوند د ستونزو د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول، چې له ډلې یې د اصلاح شوو تخمونو برابرول، د اوبو د سپما لپاره د چک‌ډېمونو جوړول او د بڼونو د خړوبولو په موخه د څاڅکي اوبه‌خور سیستمونو رامنځته کول وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS