بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز
۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و کارمندان این ریاست دیدار کرد.
در این دیدار، فعالیتها و وضعیت کاری ریاست زراعت کندز بررسی شد و درباره بهبود امور مالی و اداری، تدارکات، عشر و زکات، تثبیت و بررسی آنتنهای مخابراتی، امور ارضی و سایر بخشهای مرتبط گفتوگو صورت گرفت.
معین مالی و اداری وزارت زراعت پس از استماع گزارش مسئولان، بر تأمین شفافیت، تنظیم بهتر امور اداری و مالی، رسیدگی به مشکلات کارمندان و مراجعین، تقویت هماهنگی میان بخشهای مختلف و اجرای امور مطابق اصول و مقررات تأکید کرد.
وی همچنان رهنمودهای لازم را برای بهبود روند کاری ارائه کرده و از مسئولان و کارمندان خواست تا با احساس مسئولیت و تلاش بیشتر، خدمات مؤثر و باکیفیت را به شهروندان ارائه کنند.
مسئولان ریاست زراعت کندز نیز بر ادامه تلاشها برای تطبیق برنامههای وزارت و بهبود خدمات در بخشهای زراعت، آبیاری و مالداری تأکید کردند.
د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال لهخوا د کندز د کرنې ریاست ارزونه
۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست له مسوولینو او کارکوونکو سره یې وکتل.
په دې لیدنه کې د کندز د کرنې ریاست فعالیتونه او کاري وضعیت وڅېړل شو او د مالي او اداري چارو دښهوالي، تدارکاتو، عشر او زکات، د مخابراتي انتنونو د تثبیت او څرنګوالي، د ځمکو د چارو او نورو اړوندو برخو په اړه خبرې اترې وشوې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د مسوولینو د راپور له اورېدو وروسته، د روڼتیا په تامین، د اداري او مالي چارو پر غوره تنظیم، د کارکوونکو او مراجعینو ستونزو ته پر حللارو، د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د اصولو او مقرراتو سره سم د چارو پر مخ وړلو ټینګار وکړ.
نوموړي دغه راز د کاري بهیر د ښهوالي لپاره لازمې لارښوونې وکړې او له مسوولینو او کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې د مسوولیت په احساس او لا زیاتې هڅې سره هېوادوالو ته اغېزمن او باکیفیته خدمات وړاندې کړي.
د کندز د کرنې ریاست چارواکو هم د وزارت د پروګرامونو د پلي کولو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په برخو کې د خدماتو د ښه کولو لپاره د خپلو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
