د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۶
د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې ۳۰ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۲۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د کوټ ولسوالی ۳۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې.
د خوسکیو د وېش په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغه پروګرام د بې وزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، د مالدارۍ د ودې او د هغوی د کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه عملي شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې د تر دې مخکې د چپرهار ولسوالی ترڅنګ پر لسګونو کورنیو هم ورته مرستې وېشل شوې او په نږدې راتلونکې کې به د روداتو ولسوالی لسګونو نورو اړمنو کورنیو ته هم ورته مرستې، په ځانګړي ډول بلاربې خوسکۍ، ووېشل شي.
مولوي عبدالستار محمد همدارنګه یادونه وکړه، چې له دې وړاندې د یادو کورنیو د مالدارۍ د پیاوړتیا او د څارویو د مناسبې ساتنې په موخه د جوارو او شفتلې اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او یو شمېر کرنیز وسایل هم وېشل شوي وو، ترڅو د مالدارۍ د دوامدار پرمختګ لپاره لازم شرایط برابر شي.
په همدې حال کې د ډاکار مؤسسې د زون مسوول انجینر جواد رفیقي د ننګرهار د کرنې ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې د پروژو په بریالي او شفاف تطبیق کې د یاد ریاست همکاري د ستاینې وړ ده.
ښاغلي رفیقي څرګنده کړه، چې د خوسکیو د وېش اساسي موخه د بې وزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او په سیمه کې د خوړو د خوندیتوب کچې لوړول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې تېر کال هم د ډاکار مؤسسې له لوري په ننګرهار ولایت کې سلګونو بې وزلو کورنیو ته د خوسکیو مرستې ترسره شوې وې، چې د هغوی د اقتصادي پیاوړتیا، د کورنیو د عاید د زیاتوالي او د مالدارۍ د پراختیا په برخه کې یې مثبتې او اغېزمنې پایلې لرلې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا، د بې وزلو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او د خوړو د خوندیتوب د تأمین په موخه د کورنیو او نړۍوالو همکارو مؤسسو په ملاتړ د مالدارۍ او کرنې بېلابېلې پراختیايي پروژې پلي کوي. د دغو پروګرامونو له لارې اړمنو کورنیو ته د مالدارۍ اړوند مرستې، کرنیز توکي او مسلکي روزنې برابرېږي، ترڅو د هغوی د عاید کچه لوړه او پر ځان بسیاینې ته لاره هواره شي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS