پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۶
پکتیا کې د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د خصوصي وټرنر ډاکترانو روزنیز پروګرام پیل شو؛ څه باندې ۱۰۰ زره څاروي واکسنېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د بروسلوز ناروغۍ د مخنیوي او د واکسین د کمپاین د اغېزمن تطبیق په موخه د خصوصي وترنر ډاکترانو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو ۲۳ تنه مسلکي خصوصي وټرنر ډاکتران ګډون لري. ګډونوالو ته د بروسلوز ناروغۍ د پېژندنې، د واکسین د معیاري تطبیق، د ساحوي فعالیتونو د اصولو او د کمپاین پر مهال د عملي چارو په اړه هر اړخیزې تخنیکي روزنې ورکول کېږي، ترڅو د واکسیناسیون بهیر په معیاري، خوندي او اغېزمن ډول ترسره شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلینو وویل، د دغه روزنیز پروګرام موخه دا ده چې خصوصي وټرنر ډاکتران د بروسلوز واکسین د تطبیق پر مهال له بشپړې مسلکي وړتیا او چمتووالي څخه برخمن وي، ترڅو کمپاین په بریالیتوب او لوړ کیفیت سره عملي شي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د پکتیا، پکتیکا او لوګر ولایتونو لپاره ټولټال ۱۰۹ زره او ۶۰۰ دوزه د بروسلوز واکسین ځانګړي شوي، چې له دې ډلې ۷۶ زره او ۷۲۰ دوزه یوازې د پکتیا ولایت لپاره ځانګړي شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د دغه کمپاین له لارې به د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او ټولو ولسوالیو کې ټاکل شوي څاروي د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي. دغه کمپاین به په راتلونکو درېیو ورځو کې پیل او د یوې میاشتې په موده کې بشپړ شي.
د کرنې ریاست مسؤلین هیله څرګندوي، چې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د واکسین دغه پراخ کمپاین به د څارویو د روغتیا په خوندي کولو، د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو په کمولو او د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د بروسلوز واکسین به د خصوصي سیمه‌ییزو وټرنر ډاکترانو له‌خوا په بشپړ ډول وړیا تطبیقېږي، چې دا به د مالدارانو لپاره د څارویو د روغتیا د ساتنې او د مالدارۍ د دوامدار پرمختګ په برخه کې ارزښتناکه مرسته وي.
مالداري د هېواد د کرنیز اقتصاد له مهمو بنسټونو څخه ده او د څارویو د ساري ناروغیو مخنیوی د دې سکتور د ودې او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د کمولو لپاره ځانګړی اهمیت لري. د همدې موخې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نړۍوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ د څارویو د واکسیناسیون، مسلکي روزنو او وقایوي پروګرامونو د پیاوړتیا لړۍ روانه ساتلې، څو د څارویو روغتیا خوندي او د مالدارۍ تولیدات لا زیات شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS