د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د کرنیزو څېړنو او مورني تخمونو د تولید بېلابېل پروګرامونه په منظم ډول روان دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۸:۳۱
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت وایي، د بولان څېړنیز فارم کې د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې د کرنیزو څېړنو، مورني او هستوي تخمونو د تولید، د اصلاح شویو نباتي ورایټیو د ارزونې او د بڼوالۍ د پراختیا په موخه ګڼ علمي او تخنیکي فعالیتونه ترسره شوي دي.

۳۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څېړنو لوی مدیریت وایي، د بولان څېړنیز فارم کې د روان ۱۴۰۵ کال د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې د کرنیزو څېړنو، مورني او هستوي تخمونو د تولید، د اصلاح شویو نباتي ورایټیو د ارزونې او د بڼوالۍ د پراختیا په موخه ګڼ علمي او تخنیکي فعالیتونه ترسره شوي دي.
د راپور له مخې، د اصلاح په برخه کې د جوارو د کرکټرونو د ارزونې، د باجرې (سرګم)، ممپلي، شنو ماشو او سویابینو د توافقي مطالعې تجربې او همدارنګه د ممپلي مطالعاتي قطعه تر کار لاندې ده. په دغو تجربو کې د کر، اوبه ورکولو، خشاوې او روزنې چارې په منظم ډول روانې دي.
د غله‌جاتو په برخه کې د جوارو دوه ورایټۍ د مورني تخم د تولید په موخه په دوه جریبه ځمکه کې کرل شوې دي، چې د خشاوې، اوبه ورکولو او روزنې چارې یې ترسره شوې او لا هم دوام لري.
د صنعتي او فلیداره نباتاتو د مورني او هستوي تخم د تولید په برخه کې پنبه (سلطان ورایټي)، کنجد، سویابین، لمرګل، ممپلي، شنه مۍ، تور مۍ (هلمندي ورایټي) او د مصور نبات د مورني او هستوي تخم د تولید لپاره په بېلابېلو سمیو کې کرل شوي دي. د دغو نباتاتو د پالنې، اوبه ورکولو او خشاوې چارې په منظم ډول ترسره کېږي.
د اګرانومۍ په برخه کې د سویابینو درې او د جوارو درې بېلابېلې څېړنیزې تجربې د ځانګړو علمي موخو لپاره پلې شوې دي، چې د ساتنې، روزنې او اوبه ورکولو چارې یې په دوامداره توګه ترسره کېږي.
د سبو په برخه کې د بنډۍ، رومیانو، بانجانو، مرچکو او پیازو د مورني تخم د تولید قطعات تر مدیریت لاندې دي. په دغو قطعاتو کې دوه ځله خشاوه، اوبه ورکول او روزنه ترسره شوې او د رومیانو او پیازو مورني تخمونه هم راټول شوي دي.
همدارنګه، د مېوه‌جاتو په برخه کې د انګورو او سردرختي مېوو نمایشي او معرفي ورایټیو بڼونه، چې په ۲۶ جریبه ځمکه کې جوړ شوي، د ساتنې، درملنې، روزنې او اوبه ورکولو چارې یې په منظم ډول روانې دي. سربېره پر دې، د اصلاح شویو نیالګیو د تولید قوریې، چې په دوه جریبه ځمکه کې جوړې شوې، یو ځل خشاوه، اوبه ورکول او روزنه یې ترسره شوې او د پالنې چارې یې دوام لري.
د هلمند د کرنې ریاست د څېړنیو لوی مدیریت ټینګار کوي، چې د یادو څېړنیزو او تخنیکي فعالیتونو موخه د اصلاح شویو ورایټیو ارزونه، د لوړ کیفیت مورني او هستوي تخمونو تولید، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او بزګرانو ته د غوره نباتي موادو برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح)

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی امام ابوحنیفه (رح) اشتراک کرد.
این نمایشگاه با حضور ملا. . .

BACK TO NEWS