د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان، مالستان، جاغوري، ګیلان، ناوې، مقر او آب‌بند ولسوالیو ته رسمي کاري سفر ترسره کړ، چې موخه یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د وضعیت ارزونه، د پراختیایي پروژو څارنه او د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته له نږدې رسېدنه وه.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان، مالستان، جاغوري، ګیلان، ناوې، مقر او آب‌بند ولسوالیو ته رسمي کاري سفر ترسره کړ، چې موخه یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سکټور د وضعیت ارزونه، د پراختیایي پروژو څارنه او د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته له نږدې رسېدنه وه.
د دغه سفر په ترڅ کې ولایتي پلاوي د یادو ولسوالیو له ولسوالانو، د کرنې مدیریتونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، بزګرانو، مالدارانو او د سیمو له مخورو سره جلا جلا غونډې وکړې. په دغو غونډو کې د اوبو کمښت، د اوبولګولو شبکو پراختیا، د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، د نباتي ناروغیو او افتونو مخنیوی، د بڼوالۍ وده، د مالدارۍ خدمتونو پراختیا، د وترنري خدمتونو پیاوړتیا او د کرنیزو پروژو د اغېزمن تطبیق په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د بزګرانو او مالدارانو ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه واورېدل او ډاډ یې ورکړ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او شته امکاناتو په چوکاټ کې به د یادو ولسوالیو لومړیتوبونو ته ځانګړې پاملرنه وشي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اوبو د اغېزمن مدیریت، د کرنیزو خدمتونو د پراختیا او د دوامدارې کرنې د پیاوړتیا لپاره به عملي او اغېزمن اقدامات ترسره شي.
ورسره، ولایتي پلاوي د روانو پراختیایي پروژو له تطبیق څخه هم لیدنه وکړه، د اړوندو ادارو کړنې یې وارزولې او د چارو د لا ښه تنظیم، شفافیت او چټکتیا په موخه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د سفر په پای کې د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مشرتابه د سیمې له خلکو څخه د همکارۍ او رغنده وړاندیزونو له امله مننه وکړه او ویې ویل، چې له ولس سره مستقیمه اړیکه، پر وخت میداني ارزونې او د خلکو ستونزو ته رسېدنه د اغېزمنو دولتي خدمتونو د وړاندې کولو اساسي بنسټ جوړوي. همدارنګه ډاډ ورکړل شو، چې د دغه سفر موندنې او وړاندیزونه به د راتلونکو پرمختیایي پلانونو او پروژو د ترتیب او پلي کېدو پر مهال په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو خدمتونو د اغېزمنتیا، د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل او د پراختیایي پروژو د کیفیت د ښه والي په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې د میداني ارزونو، ولایتي سفرونو او له خلکو سره د مخامخ لیدنو لړۍ دوامداره ساتلې، څو د اړتیاوو پر بنسټ د کرنې او مالدارۍ سکټور لا پیاوړی او د هېواد د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۸:۵۹
Background image

وزیر زراعت: افغانستان آماده گسترش همکاری‌های زراعتی و سرمایه‌گذاری مشترک با اوزبیکستان است

۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در جریان اشتراک در مجمع جهانی تخنیکی کشورهای محاط به خشکه، امنیت غذایی و اهداف توسعه پایدار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱۱
Background image

افتتاح دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در فیض‌آباد و بهارک بدخشان

۱۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
دو مرکز جمع‌آوری و پروسس لبنیات در شهر فیض‌آباد و قریه خیرآباد ولسوالی بهارک ولایت بدخشان، با حمایت مالی اتحادیه اروپا و توسط مؤسسه کمیته هالند، با هماهنگی آمریت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۳:۴
Background image

توزیع مواد غذایی برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی کابل

۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۱۲۸ خانواده بی‌بضاعت در ولسوالی سروبی ولایت کابل، یک مقدار مواد غذایی به‌منظور مبارزه با سوءتغذیه و حمایت از خانواده‌های نیازمند توزیع شد.
این مواد غذایی شامل. . .

BACK TO NEWS