افتتاح کار ساخت کمپلکس تجارتی و زراعتی در زابل با سرمایهگذاری ۱۰۰ میلیون افغانی
۲۶ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کار ساخت یک کمپلکس «تجارتی، زراعتی و مالداری» با سرمایهگذاری ۱۰۰ میلیون افغانی از سوی سکتور خصوصی در ولسوالی شاجوی ولایت زابل افتتاح شد.
این پروژه با حضور مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، مولوی شیرمحمد شریف والی زابل و شماری از مسوولان محلی این ولایت آغاز گردید.
مولوی عطاءالله عمری در مراسم افتتاح این پروژه، بر حمایت از سرمایهگذاریهای بنیادی در کشور تأکید کرده گفت که وزارت زراعت آماده همکاری با سرمایهگذاران بوده و برای تطبیق پروژهها زمین در اختیار آنان قرار میدهد. وی افزود که هدف اصلی، خدمت به مردم و فراهمسازی زمینه رشد اقتصادی و اشتغال است.
همچنان مولوی شیرمحمد شریف، والی زابل، تصویب قانون اجارهدهی زمین از سوی امیرالمؤمنین را زمینهساز تشویق سرمایهگذاری عنوان کرده و از تاجران کشور خواست تا در افغانستان سرمایهگذاری کنند.
باشندگان محل نیز ضمن استقبال از آغاز این پروژه، خواهان فراهمسازی زمینه اجاره زمین برای مردم و تشویق سرمایهگذاران شدند تا فرصتهای کاری بیشتری برای جوانان ایجاد گردد.
این کمپلکس از سوی شرکت تجارتی و زراعتی «آباد هیواد» در مساحت ۳۰۰ جریب زمین اعمار میشود و شامل بخشهای فارم زراعتی، مالداری و سرخانه خواهد بود.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری میگوید که تلاش دارد با همکاری سکتور خصوصی، پروژههای زیربنایی را تطبیق کرده و زمینه اشتغال را در کشور گسترش دهد.
زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې
۲۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د زابل ولایت د شاهجوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه» رغنیزې چارې پرانیستل شوې.
دغه پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف او د یاد ولایت د یو شمېر سیمهییزو چارواکو په حضور کې پيل شوه.
مولوي عطاءالله عمري د دغې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې په هېواد کې د بنسټیزو پانګونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت له پانګهوالو سره همکارۍ ته چمتو دی او د پروژو د پلي کېدو لپاره هغوی ته ځمکې هم ورکوي. نوموړي زیاته کړه، چې اساسي موخه خلکو ته خدمت، اقتصادي ودې ته زمینه برابرول او د کارموندنې فرصتونه رامنځته کول دي.
همدارنګه د زابل والي مولوي شیرمحمد شریف د امیرالمؤمنین له لوري د ځمکو د اجارې قانون تصویب د پانګونې د هڅونې لپاره مهم ګام وباله او د هېواد له سوداګرو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دغې پروژې د پیل هرکلی وکړ او د خلکو لپاره یې د ځمکو د اجارې د زمینې برابرولو او د پانګهوالو د هڅونې غوښتنه وکړه، ترڅو ځوانانو ته لا ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي.
یاد کمپلکس د «آباد هېواد» سوداګریز او کرنیز شرکت له لوري د ۳۰۰ جریبه ځمکې پر مساحت جوړېږي، چې کرنیز او مالدارۍ فارمونه او سړې خونې به پکې شاملې وي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وایي، هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په همکارۍ بنسټیزې پروژې پلې کړي او په هېواد کې د کارموندنې زمینه لا پراخه کړي.
