برگزاری نشست هماهنگی برای ایجاد سهولتها به مراجعین در ریاست زراعت بلخ
۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست هماهنگی به منظور ایجاد سهولتها برای مراجعین و تنظیم بهتر روند دیدار با رئیس و آمرین در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ برگزار شد.
این نشست به رهبری رئیس زراعت بلخ برگزار گردیده و در آن آمرین و مسئولان بخشهای مختلف این ریاست اشتراک داشتند.
در آغاز نشست، رئیس زراعت بلخ از اشتراککنندگان استقبال نموده و از حضور آنان ابراز سپاسگزاری کرد. وی در سخنان خود بر تقویت هماهنگی و کار مشترک میان بخشهای مختلف این اداره تأکید نمود.
رئیس زراعت بلخ در ادامه اظهار داشت که فراهمسازی سهولتها برای مراجعین، رسیدگی به مشکلات دهقانان و مالداران و ارائه خدمات بهتر به مردم از اولویتهای اساسی این اداره به شمار میرود. وی همچنان از تمامی مسئولان خواست تا در راستای تسهیل امور مراجعین، برخورد نیک با مردم و تسریع روندهای اداری تلاشهای بیشتری انجام دهند.
در ادامه نشست، آمرین و مسئولان بخشهای مختلف دیدگاهها و پیشنهادات خود را در زمینه بهبود روند کاری، فراهمسازی سهولتهای بیشتر برای مراجعین و تنظیم بهتر برنامههای آینده مطرح کردند. همچنان روی تقویت هماهنگی میان بخشهای مختلف و ارائه خدمات مؤثر به دهقانان و مالداران بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در پایان، رئیس زراعت بلخ بار دیگر بر اهمیت کار مشترک، تعهد به وظایف و ارائه خدمات بهتر به مردم تأکید نموده و از تمامی آمرین و مسئولان خواست تا برای پیشرفت امور زراعتی و حل مشکلات مراجعین، تلاشهای جدی و مشترک انجام دهند.
د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه
۱۳ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له رییس او آمرینو سره د لیدنې بهیر د ښه تنظیم په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یاد ریاست رییس، آمرینو او د بېلابېلو برخو مسؤلینو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس د ګډونوالو هرکلی وکړ او د هغوی له حضور څخه یې مننه څرګنده کړه. نوموړي د خپلو خبرو پر مهال د ریاست د بېلابېلو برخو ترمنځ پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ.
د بلخ دکرنې رییس په خپلو څرګندونو کې وویل، چې مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرول، د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه او خلکو ته د غوره خدماتو وړاندې کول د دې ریاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دي. هغه همدارنګه له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې د مراجعینو د چارو د اسانتیا، له خلکو سره د ښه چلند او د اداري کارونو د چټکتیا لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
د غونډې په دوام کې د بېلابېلو څانګو آمرینو او مسؤلینو د کاري بهیر د ښه والي، مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو او د راتلونکو کاري پروګرامونو د ښه تنظیم په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل. همدارنګه د ریاست د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او بزګرانو او مالدارانو ته د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو په اړه بحثونه او نظریات وړاندې شول.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت د کرنې رییس یو ځل بیا پر ګډ کار، دندو ته پر ژمنتیا او خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له ټولو آمرینو او مسؤلینو څخه یې وغوښتل، چې د کرنیزو چارو د پرمختګ او د مراجعینو د ستونزو د حل په برخه کې ګډې او جدي هڅې ترسره کړي.
