لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۱۵
لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۰ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۲ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د هغو سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت لري.
یاده غونډه د لغمان دکرنې رییس مولوي سلیمان ایمن په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د سکتوري ادارو ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست آمرینو، د افغانستان نابینایانو مؤسسې، اکشن اېډ، رحمانزي کرنیز شرکت، «ان‌سي‌اراو» او ایسو مؤسسو استازو او یو شمېر فارم لرونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې مولوي سلیمان ایمن د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپورونه واورېدل او د راتلونکو طرحو په اړه معلومات ترلاسه کړل. وروسته یې د همکارو مؤسسو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ټولې پروژې دې د فعالیت له پیل څخه تر پای پورې د یاد ریاست سره په همغږۍ پلي شي. همدارنګه ټینګار وشو، چې لیرې پرتو سیمو، په ځانګړې توګه د فراشغان نوې تأسیسه ولسوالی ته دې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلي شي، څو د خدمتونو عادلانه وېش، متوازنه پراختیا او شفافیت تأمین شي.
د لغمان د کرنې رییس همداراز د مؤسسو له استازو وغوښتل، چې د پروژو د مستفیدینو لېستونه دې د لارښوونو سره سم پر وخت له دغه ریاست سره شریک کړي. نوموړي همدارنګه وویل، چې د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د نندارتون د جوړېدو په موخه دې مؤسسې له بزګرانو او مالدارانو سره د غرفو د نیولو په برخه کې مالي همکاري وکړي، څو د هغوی تولیدات نندارې ته وړاندې او بازارموندنه یې وشي.
وروسته په غونډه کې د همکارو برنامو مسؤلینو خپلې کاري ستونزې شریکې کړې، چې د حل په موخه پرې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې په ټولو ولایتونو کې د کرنې سکتوري غونډه هره میاشت یو ځل د اړوندو ادارو او مؤسسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها