د غزني د کرنې رییس د قویه لرونکو ټولنې رییس او همکارو مؤسسو چارواکو سره مشورتي غونډه ترسره کړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲۷
د غزني د کرنې رییس د قویه لرونکو ټولنې رییس او همکارو مؤسسو چارواکو سره مشورتي غونډه ترسره کړه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
دغزنی ولایت دکرنې، ابو لګولو او مالداری رییس مولوی محمد اسماعیل شکیب د قویه لرونکو ټولنې رییس او همکارو مؤسسو چارواکو د ۱۴۰۵ کال د پسرلني نیالګیو کېنولو کمپاین په تړاو مشورتي غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې د نیالګیو کېنولو د پروګرام د لا ښه تطبیق، د مېوه لرونکو او غیر مېوه لرونکو نیالګیو د ډولونو د ټاکلو، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا، او همدارنګه د معیاري نیالګیو د برابرولو او بزګرانو ته د عادلانه وېش په اړه هر اړخیز بحث او د نظر تبادله وشوه. 
ګډونوالو د بڼوالۍ پر  پراختیا، د چاپېریال ساتنې، د زرغونتیا پر زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې د هغې پر ارزښت ټینګار وکړ.
همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د یاد کمپاین د اغېزمن تطبیق په موخه به یو منظم کاري پلان جوړ شي او مسئولیتونه به په څرګنده توګه د اړخونو ترمنځ ووېشل شي، تر څو د ۱۴۰۵ کال د پسرلني نیالګیو کېنولو کمپاین په منظم او بریالي ډول عملي شي.
ټاکل شوې، چې د غزني په ولایت کې به ډېر ژر د نیالګیو کېنولو پسرلني کمپاین پیل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

جلوگیری از انتقال ده‌ها رأس گاو قاچاقی از پاکستان به کندهار

۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار می‌گویند که نیروهای امنیتی ولسوالی سپین بولدک از قاچاق ۴۶ رأس گاو از پاکستان به کندهار جلوگیری کرده‌اند.
به گفته مسئولان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۷
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بدخشان

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری سال ۱۴۰۵ هـ.ش تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با حضور مسئولان امارتی، نمایندگان موسسات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۳۷
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی در ولایت تخار

۶ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی به هدف سرسبزی محیط زیست، حفاظت از منابع طبیعی و ترویج فرهنگ درخت‌کاری از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار آغاز شد.
این برنامه با حضور. . .

بازگشت به خبرها