کونړ کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پيل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۶
کونړ کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پيل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او»  په مالي ملاتړ او د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې «اې‌وای‌اس‌او» په همکارۍ، د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالی کې پر ۱۸۰۰ اړمنو مالدارانو د څارویو خوراکه ووېشل شوه.
د یادې مرستندویه پروسې د وېش په مراسمو کې د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، د مالدارۍ آمر سید احمدګل هېوادمل، د پلان عمومي مدیر موسی نورزی، د وترنرۍ عمومي مدیر ډاکټر الهام الدین او اړونده ولسوالیو کارمندانو، د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې مسؤلینو، مالدارانو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې مولوي محمد سرور صادق د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دا مرسته به د څوکۍ ولسوالی په کچه پر ١٨٠٠ مالدارانو ته ووېشل شي او ترڅنګ به یې په نورګل، چپه دره او پیج دره ولسوالیو کې د یاد پروګرام له مخې پنځه زره او ۲۰۰ نورو مالدارانو ته هم توزیع شي، چې هر مالدار ته به ۲۰۰ کیلو ګرامه حیواني خوراکه په وړیا ډول ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او پر خپلو پښو درول دي، ترڅو د هغوی اقتصادي وضعیت ښه شي او د مالدارۍ سکتور لا پیاوړی شي.
ورپسې د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې استازی عبدالحد بشري وویل، چې د دې مرستندویه پروګرام موخه د اړمنو مالدارانو ملاتړ او د هغوی د مالدارۍ دوام تضمینول دي. نوموړي زیاته کړه، چې افغان ځوانانو خدماتي مؤسسه به د همکارو ادارو سره په ګډه هڅه وکړي، څو په راتلونکي کې هم ورته اغېزمنې مرستې د مالدارانو لپاره برابرې کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها