د خاص کونړ ولسوالی کې د اوبو د مدیریت او نیالګیو کېنولو پروژو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

qiam_amin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۴۴
د خاص کونړ ولسوالی کې د اوبو د مدیریت او نیالګیو کېنولو پروژو څخه د کرنې وزارت د پلاوي لیدنه

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ د لوی رییس او د نظارت او ارزونې د رییس په مشرۍ، له خپل تخنیکي ټیم سره یو پلاوي د خاص کونړ ولسوالی د آهنګرانو او حکیم‌آباد کلیو کې د چکډېمونو د جوړولو، د کوچنیو او لویو د څښاک اوبو زېرمو، د تراسونو د کیندنې او د نیالګیو کېنولو د پروژو د تطبیق بهیر څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې پلاوي د پروژې له چارواکو، مستفیدینو او کارګرو سره خبرې وکړې او د پروژو د تطبیق له سیمو یې له نږدې کتنه ترسره کړه. دغه پروژه د انګلستان هېواد په مالي ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ ادارې له لارې د چکډېمونو د جوړولو، د حوضونو او د اوبو د زېرمو د اعمار، د شاوخوا درې زره او ۶۶۰ ترانچونو د کیندنې او د لمریزې انرژۍ په وسیله د اوبو لګولو د سیستم د رامنځته کولو په برخو کې پلې کېږي. اړینې اوبه د چکډېمونو او د کونړ د سیند له کانال څخه پخې شوې حوضونو ته انتقالېږي او له هغه ځایه د لمریز پمپونو په وسیله د پایپونو له لارې د نیالګیو د خړوبولو لپاره کارول کېږي.

د مسوولینو د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې چارې په دواړو ساحو کې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې او ډېر ژر به د چهارمغز، بادام، خسک توت، بیره او غولاسکي نیالګي کېنول شي.

د دې پروژې په تطبیق سره د سیمې اوسېدونکو ته د لنډمهالي کار زمینه برابره شوې او کارګران په نوبتي ډول په ودانیزو فعالیتونو او د سیمو د چمتو کولو په چارو بوخت دي. د دغو پروګرامونو پلي کېدل به د ځمکنیو او سطحي اوبو د پیاوړتیا، د سیمې د زرغونتیا، د هوا د ککړتیا د کمښت او د مېوه‌لرونکو نیالګیو د تولید له لارې د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها