د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۲
د کندهار بولدک کې د ځنګلي بوټو ناقانونه لېږد په پار څارنه وشوه

۲۵ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بولدک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکارۍ د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د قدرتي، ځنګلي او نیمه ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخنیوي په موخه پراخ ګرځنده کمپاینونه ترسره کړل، چې د دې کمپاینونو په ترڅ کې د بولدک ولسوالی په شپږمه ناحیه کې ځنګلي بوټو د پرېکولو او ناقانونه انتقال مخه ونیول شوه.
د بولدک ولسوالی د کرنې مسؤلین زیاته کړه، چې یو تن د بولدک ولسوالی په شپږمه ناحیه کې هڅه کوله، چې ځنګلي بوټي په ناقانونه ډول خپلو استوګنځایونو ته انتقال کړي، چې د امنیتي مسؤلینو سره په ګډه همکاري پر وخت سره اقدام ترسره سو او د غیرقانوني بوټو د انتقال مخه ونیول شوه. 
د کندهار دکرنې ریاست چارواکي وایی، چې  خلک دې د ملي شتمنیو د زیانمن کولو څخه ډډه وکړي، او هر څوک باید د ملي شتمني په ساتنه کي خپل مسؤلیت اداء کړي. او هغه کسان چې ملي شتمني زیانمنوي او سرغړونه کوي قضایي او عدليي ارګانونو ته به و سپارل شي. 
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کندهار د کرنې ریاست د ملي شتمنیو ساتني او قدرتي ځنګلونو، ریګي بوټو او نباتاتو د ناقانونه انتقال په موخه ګرځنده کمپاینونه زیات کړي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها