د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د کاسې پاکونه او ترمیمي چارې د بشپړېدو په درشل کې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۳۶
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د کاسې پاکونه او ترمیمي چارې د بشپړېدو په درشل کې

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت د هډې فارم د اوبو دویم واټرپمپ د هغې مهمې او ارزښتناکې پروژې له ډلې څخه دی، چې د اوبو او لمریزې برېښنا په وسیله د نږدې لس زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو لپاره اوبه برابروي. د همدې اوبو په مټ د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتون او ستروس بڼونه، د هډې فارم کرنیزې ځمکې او همدارنګه د دې فارم د شاوخوا سیمو د اوسېدونکو ځمکې خړوبېږي.
د یاد واټرپمپ د اوبو کاسې چې شاوخوا یو کال پکې د پاکونې چارې نه وې ترسره شوې، د خځلو، ناپاکیو، خشاکو او رسوبي موادو څخه ډکه شوې وه. اوس د اړتیا له مخې د دغې کاسې د پاکونې چارې پیل شوې او تر ډېره بریده بشپړې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د اوبو د کاسې د رسوبي موادو پاکونه د اړتیا په صورت کې په کال کې یو ځل ترسره کېږي.
د دې کاسې د پاکونې، ترمیم او اړوندو نورو چارو عملي کول د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د کرنیزو او تخنیکي چارو ریاست اړوند د اوبو لګونې تخنیکي ساتنې او څارنې امریت د امر، د دغه امریت د مدیرانو، فني او مسلکي کارګرو، شته وسایطو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په همکارۍ ترسره شوي دي.
د یادې پاکونې اصلي موخه دا ده، چې واټرپمپونو ته په منظم ډول د اوبو رسول او پورته کول یقیني شي، تر څو اړوندو کرنیزو ساحو ته اوبه پر وخت ورسېږي.
د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې ټولټال څلور  پايي د اوبو برېښنا واټرپمپونه شتون لري، چې دوه پايي یې روسي او دوه پايي یې چینایي دي، او همدارنګه دوه پايي د لمریزې برېښنا واټرپمپونه هم فعال دي.
د کاسې د پاکونې، د واټرپمپونو ترمیم او د دروازو د ترمیم پر چارو شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت اټکل شوی، چې ټاکل شوې د راتلونکو دوو اوونیو په ترڅ کې یې چارې په بشپړه توګه بشپړې شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها