د خوست ولایت مقام د کرنې رییس کړنې وستایلې؛  مولوي شیر محمد ذبیح ته ستاین‌لیک ورکړل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳۹
د خوست ولایت مقام د کرنې رییس کړنې وستایلې؛  مولوي شیر محمد ذبیح ته ستاین‌لیک ورکړل شوه

۲۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د خوست ولایت مقام له لوري د اړوندو ادارو د ارزونې پر بنسټ، د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر محمد ذبیح په ۱۴۰۴ کال کې د خپلو رسمي دندو د صادقانه، منظم او مسئولانه ترسره کولو، او په ځانګړي ډول په روان کال کې د مربوطه ادارې په عوایدو کې د ۴۰ سلنه زیاتوالي په برخه کې د اغېزمنو هڅو له امله وستایل شو.
د معلوماتو له مخې، نوموړي د نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې، د ولایت مقام او مستوفیت سره په نږدې همغږۍ د عوایدو د راټولولو بهیر په ښه ډول تنظیم کړی، چې له امله یې د ولایت مالي نظام لا پیاوړی شوی او په مجموع کې د امارتي عوایدو د راټولولو په برخه کې مهم او اغېزمن ګامونه اخیستل شوي دي.
د همدې هڅو د قدردانۍ په موخه، د خوست ولایت مقام او مستوفیت له لوري مولوي شیر محمد ذبیح ته ستاین‌لیک ورکړل شوه، تر څو د نوموړي د خدمتونو ستاینه وشي او دا چاره نورو دولتي مسئولینو ته هم د لا ښه خدمت او لا زیاتو هڅو لپاره د هڅونې لامل وګرځي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها