د رانیول شوو غنمو د زېرمو د څارنې په موخه ځانګړی پلاوی هلمند ته سفر وکړ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۳:۵۲
د رانیول شوو غنمو د زېرمو د څارنې په موخه ځانګړی پلاوی هلمند ته سفر وکړ

۲۳ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق 
د عاليقدر امیرالمؤمنین له لوري پلاوی، چې د تېر کال په جریان کې د رانیول شوو او په منظم ډول د زېرمه شوو غنمو د څارنې، ارزونې او کره کتنې په موخه ګمارل شوی، هلمند ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رئیس سره یې د خپل کاري سفر موخې، پلانونه او د نظارت تګلاره شریکه کړه.
په دې ناسته کې د روان مالي کال په ترڅ کې د غنمو د ساتنې، حفظ او مراقبت په برخه کې د ترسره شوو کړنو، د زېرمو د وضعیت، د ساتنې د معیارونو، امنیتي تدابیرو، تخنیکي تجهیزاتو او د اړوندو کارکوونکو د مسؤلیتونو په اړه هر اړخیز او مفصل بحث وشو. همدارنګه د احتمالي ستونزو، ننګونو او د هغوی د حل لارو په اړه هم د نظرونو تبادله وشوه.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع، راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ټینګار یې وکړ، چې د هلمند د کرنې ریاست د اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو مطابق د غنمو د ساتنې او مراقبت په برخه کې خپل مسؤلیت په بشپړ ډول ادا کړی او په راتلونکي کې هم د هر ډول همکارۍ لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د نوموړي په لارښوونه، د دواړو لورو له استازو څخه یو ګډ تخنیکي پلاوی وټاکل شو، چې مشري یې انجینر امان‌الله تسکین کوله. یاد پلاوی ته دنده وسپارل شوه، تر څو د غنمو ټولې زېرمې له نږدې، د دقیقو او تخنیکي معیارونو سره سم وڅېړي او د ترسره شوو کارونو عملي ارزونه وکړي.
ګډ پلاوی د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا د غنمو د حفظ او مراقبت لپاره ترسره شوي اقدامات، د زېرمو وضعیت، د ساتنې طریقې او موجود نظم له نږدې وکتل. د ارزونې له بشپړېدو وروسته، راغلي پلاوي د هلمند د کرنې ریاست هڅې، منظم کار او شفاف مدیریت وستایه او د هغوی له اجراآتو څخه یې خپل رضایت څرګند کړ.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها