هلمند کې د انګورو بڼوالو ته بڼوالۍ توکي ووېشل شول او د چرګوړو ایستلو فابریکه فعاله شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۳۴
هلمند کې د انګورو بڼوالو ته بڼوالۍ توکي ووېشل شول او د چرګوړو ایستلو فابریکه فعاله شوه

۲ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، په سنګین ولسوالی کې د همکارې موسسې په ملاتړ بڼوالۍ توکي ووېشل شول او همدارنګه د بولان د مالدارۍ په فارم کې د چرګوړو ایستلو فابریکه فعاله شوه، چې موخه یې د بڼوالۍ او مالدارۍ پیاوړتیا او د کورني تولید ملاتړ دی.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د سنګین ولسوالۍ کې د «آر او پپ» موسسې له لوري یو شمېر د انګورو بڼوالو ته د بڼوالۍ اړین توکي ووېشل شول. دغه توکي د سنګین ولسوالی د کرنې مسؤول په حضور کې مستحقو بڼوالو ته ووېشل شول، چې موخه یې د انګورو بڼونو پیاوړتیا، د حاصلاتو زیاتوالی او د بڼوالو اقتصادي ملاتړ دی.
په وېشل شویو توکو کې سپین انبار، پوتاشمي انبار، برقي دواپاش، چونه او سلفر پودر شامل وو، چې د بڼوالۍ د ښه مدیریت، د نباتاتو د مناسبې تغذیې او د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لپاره مهم بلل کېږي. بڼوالو د یادو کیټونو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او دا یې د خپلو بڼونو لپاره پر وخت او ګټوره مرسته وبلله.
په همدې حال کې د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بولان د مالدارۍ په فارم کې د چرګوړو د ایستلو فابریکه د پانګونې په موخه خصوصي سکتور ته سپارل شوې، چې دا مهال فعاله ده او په تولید یې پیل کړی دی. د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې له لوري ۲۵ زره چرګوړي د هلمند فارم لرونکو ته ووېشل شول، څو یې وروزي او وروسته یې بازار ته وړاندې کړي.
د معلوماتو له مخې، دغه فابریکه په میاشت کې د ۲۵۰ زره چرګوړو د ایستلو ظرفیت لري او ټاکل شوې ده، چې په نږدې ورځو کې نور چرګوړي هم فارم لرونکو ته په واک کې ورکړل شي، تر څو د نورو هېوادونو د بې‌کیفیته وارداتو مخه ونیول شي او کورني تولیدات لا پیاوړي شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها