ننګرهار کې د شنو سیمو پراختیا په موخه د همغږۍ او په غریزو سیمو کې د نیالګیو پر کېنولو پریکړه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۱:۵۰
ننګرهار کې د شنو سیمو پراختیا په موخه د همغږۍ او په غریزو سیمو کې د نیالګیو پر کېنولو پریکړه وشوه

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د خپل کار په دفتر  کې د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رییس، قاري احسان‌الله مختار او د رها مؤسسې د پروژې له مدیر سره د را روان پسرلني موسم لپاره د شپږ زره مثمر او غیر مثمر نیالګیو د کېنولو او د مناسب ځایونو د انتخاب په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د رها مؤسسې د پروژې مدیر انجنير فیروز محمد زئي وویل، چې یادې مؤسسې د راتلونکي پسرلني موسم لپاره پلان لري، څو په ننګرهار ولایت کې شپږ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي کېنوي او نباتي تخمونه ووېشي. نوموړي زیاته کړه، چې د دې پروژې له مخې به ۸۰ سلنه ځنګلي او ۲۰ سلنه مېوه لرونکي نیالګي کېنول شي. همدارنګه، ۹۰  کسانو ته به د بڼوالۍ په برخه کې مسلکي روزنیز ټرېنینګونه هم ورکړل شي.
په یاده ناسته کې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د یاد نوښت هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د غرونو او رغونو ابادول د ولسونو د عاید د زیاتوالي لپاره زمینه برابروي. نوموړي زیاته کړه چې عام‌المنفعه ځایونه د ولس په ملتيا ښه ساتل کېږي او ټینګار یې وکړ چې هېواد به د ولس سره په ګډه ساتو، ځکه د عامه منفعې ځایونو ساتنه د ولس ګډ مسوولیت دی.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په غرنیو سیمو کې باید د هماغه سیمې له اقلیم او چاپېریال سره سم مناسب بوټي کېنول شي، ځکه د غرونو ابادول کولی شي د ولس لپاره د دوامدار عاید زمینه هم برابره کړي.
د ننګرهار د چاپېریال ساتنې رییس، قاري احسان‌الله مختار، ټینګار وکړ چې د نیالګیو کېنول باید د خاورې، اوبو او هوا له وضعیت سره سم ترسره شي او ورسره د عامه پوهاوي پروګرامونه پلي شي، تر څو خلک د طبیعي ځنګلونو د پراختیا او ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د ناستې په پای کې د خاورې، هوا او اوبو شرایطو ته په کتو سره د نیالګیو د کېنولو، ساتنې او مراقبت لپاره مناسب ځایونه وټاکل شول.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها