د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د تخمونو د تصدیق او غنمو د تجربوي کر پراخې پروژې پيل او بشپړې شوې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۲۱
د هلمند د بولان څېړنیز فارم کې د تخمونو د تصدیق او غنمو د تجربوي کر پراخې پروژې پيل او بشپړې شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د سهیل لوېدیځ زون د تخمونو د تصدیق امریت کارکوونکو د بولان څېړنیز فارم کې ۵۳۰ نمونې وکرلې، او هممهاله د غنمو د هستوي او مورني تخمونو د تولید لوی پلان په بریالیتوب بشپړ شو، چې موخه یې د تخمونو د کیفیت لوړول او د کرنیزو حاصلاتو پیاوړتیا ده.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سهیل لوېدیځ زون د تخمونو د تصدیق امریت کارکوونکو د بولان په څېړنیز فارم کې په یوه جریب ځمکه کې د ننداریزې قطعې په چوکاټ کې د ۵۳۰ تخمیزو نمونو د کرلو عملي چارې پیل کړې. دغه ازمایښتي کښت د کرنیزو ډولونو د تشخیص، د نباتي ناروغیو د پیژندنې او د هغوی د مخنیوي په برخه کې مهم رول لري او د تخمونو د کیفیت او کرنیزو حاصلاتو د ښه والي لپاره اغېزمن ګام بلل کېږي.
د ازمایښتي کرې پایلې او موندنې به په منظم ډول د ریاست له رهبري او د کرنې وزارت سره شریکېږي، څو د کرنیز سکتور د لا پیاوړتیا لپاره ترې اغېزمنه استفاده وشي.
له بلې خوا، د بولان په څېړنیز فارم کې د غنمو د تجربوي کر، هستوي او مورني تخمونو د تولید پراخه پروژه هم په بریالیتوب سره بشپړه شوې ده. یاد پلان چې په ۳۴ جریبه ځمکه کې عملي شوی، د غنمو د اصلاح، اګرانومي او ناروغیو اړوند بېلابېل تجربې پکې ترسره شوې. سربېره پر دې، د سبو، صنعتي او لیګومي نباتاتو لپاره هم مطالعاتي قطعات جوړ شوي دي.
په دغه فارم کې د غنمو ۱۰ ډول هستوي تخمونه او ۱۱ ورايټۍ مورني تخمونه کرل شوي، او د مورني تخم د تولید لپاره ۱۷.۳ مټریک ټنه تولیدي پلان په بریالیتوب سره تطبیق شوی. همدارنګه، د پیازو د تخم د تولید لپاره د پیازو کلچې هم کرل شوې دي.
ټولې یادې پروژې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی ریاست د پلان له مخې ترسره شوي او د هلمند د کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها