د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۱۹
د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل په موخه د عشر او زکات رییس ننګرهار ته سفر وکړ


۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات ریاست لوی رییس مولوي ندا محمد عابد په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو د ستونزو د حل او ښې همغږۍ په موخه د ننګرهار د کرنې رییس مولوی محمد ولي محسن او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د عشر او زکات لوی رییس مولوی ندا محمد عابد  سره په ننګرهار کې د عشر او زکات کارکوونکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
ښاغلی محسن وویل، چې په تېر تشکیل کې د ولسوالیو د زکات مدیرانو بستونه له منځه تللي چې زموږ د عشر پر مدیرانو کاري حجم زیات شوي او په ښه شکل سیمو ته رسېدنه نشي کولي همدارنګه په ولسوالیو کې د امکاناتو او پدې برخه کې د عامه پوهاوي کموالي د عشر او زکات په راټولولو کې ستر خنډونه یاد کړل.
د عشر او زکات لوی رییسس مولوي ندا محمد عابد د ننګرهار د کرنې رییس څخه په ټولو برخو کې د عشر او زکات مدیرانو سره د پوره همکارۍ څخه مننه وکړه او د عشر او زکات کارکوونکو ته یي د محصولاتو او اموالو په راټولولو کې د شفافیت او د عشر او زکات د کړنلارې په اساس راټولولو ټینګار وکړ.
د عشر او زکات مدیرانو هم خپلې ستونزې او غوښتني د ښاغلي عابد سره شریکی کړې، چې د عشر او زکات د لوی رییس له لورې د حل ډاډ ورکړل شو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها