لغمان کې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین او د بروسلوز ناروغۍ د څار پروګرامونو د تطبیق پرانیسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۳۴
لغمان کې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین او د بروسلوز ناروغۍ د څار پروګرامونو د تطبیق پرانیسته وشوه

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان په ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له مخې د کانګو وینه‌بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین او د بروسلوز ناروغۍ د څار (سرولانس)  او نمونه اخیستلو پروګرامونو لړۍ رسماً پیل شوه. د یادو پروګرامونو پرانیسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وکړه، او اړین درمل او وسایل د خصوصي سکتور وترنر ډاکترانو ته وسپارل شول.
مولوي عبدالستار محمد وویل، چې دغه پروګرامونه به د مرکز مهترلام په ګډون د ټولو ولسوالیو په کچه عملي کېږي، چې په ترڅ کې به زرګونه څاروي، غوجلې او د څارویو پېر–پلور ځایونه دواپاشي شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پروګرام پلي کېدل به د سیمه‌ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته ترسره کېږي. ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه او د حفظ‌الصحې اړوند وسایل ورکول شوي، څو وکولای شي د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي. د انسانانو د خوندیتوب او د ناروغیو د پراخېدو د مخنیوي لپاره دا ډول کمپاینونه ډېر اغېزمن بلل کېږي.
د یادولو وړ ده، چې دغه ډول پروګرامونه هر کال د کرنې وزارت د پراختیایي فعالیتونو په چوکاټ کې په ټوله هیواد کې عملي کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۴
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری طبق در ولایت دایکندی

۱۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری طبق برای مواشی در ولایت دایکندی، با توزیع ۲۰۸ هزار و ۵۰۰ دوز واکسین، به حمایت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد آغاز شد.
ریاست زراعت، آبیاری و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۹:۵۰
Background image

توزیع گاوهای شیری و بسته‌های خوراکه به ارزش ۸۰ هزار دالر برای ۶۰ خانواده در تخار

۱۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برای ۶۰ خانواده در شش ولسوالی ولایت تخار، به ارزش مجموعی ۸۰ هزار دالر امریکایی، گاوهای شیری و بسته‌های حمایتی مالداری توزیع شد.
این کمک‌ها از سوی بنیاد انکشافی آغاخان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری برای رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت پایان یافت

۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری با اشتراک بیش از ۵۰ تن از رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از پنج روز آموزش و بحث‌های تخصصی به پایان. . .

BACK TO NEWS