هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۱:۳۷
هلمند کې د مالدارۍ په برخه کې د خصوصي سکتور پیاوړتیا په موخه هلې ځلې

۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او د یاد آمریت مسلکي کارکوونکو د میوند د لبنیاتو پروسس مرکز څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.
دا مرکز چې د ددې ریاست په هڅو د هالینډ کمیټې په مالي مرسته جوړ شوی، په ٢٤ ساعتونو کې د ۱۵۰۰ لیټرو شېدو د پروسس وړتیا لري. 
ددغه مرکز مسؤلین هره ورځ د سیمې له مالدارانو څخه شیدې راټولوي او د صحي معیارونو سره سم یې پروسس او بازار ته وړاندې کوي.
د مالدارۍ آمریت مسئولینو د یاد مرکز له فعالیتونو، تولیدي سیستم او د لبنیاتو د کیفیت د خوندیتوب له چارو له نږدې څارنه وکړه او د لا پرمختګ لپاره یې لازمې سپارښتنې هم وکړې.
دغه مرکز د هلمند د لبنیاتو په سکتور کې مهم رول لري او د مالدارانو د عاید د لوړوالي لپاره ګټور ګام بلل کېږي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

ختم کمپاین مجادله میخانیکی آفت مور پتدار در چهار ولسوالی بدخشان

۱۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
پروگرام مجادله میخانیکی آفت مور پتدار در چهار ولسوالی ولایت بدخشان از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت پایان یافت. این برنامه بر بنیاد پلان تطبیقی وزارت و به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

تکمیل کار پروژه انکشافی تنظیم نباتات طبی در پروان

۱۶ قوس  ۱۴۰۴ هـ.ش
پروژه انکشافی تنظیم نباتات طبی در ولایت پروان با اشتراک جامعه مدیریت تنظیم نباتات طبی آمریت تنظیم منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت تکمیل شد.
بر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

آغاز توزیع خوراکه حیوانی برای مالداران چخانسور 

۱۶ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
روند توزیع خوراکه حیوانی برای مالداران ولسوالی چخانسور ولایت نیمروز از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری  مؤسسه وطن آغاز شد. این روند بر اساس سروی و شناسایی. . .

بازگشت به خبرها