ورکشاپ آموزشی کانسپت نوتهای برنامههای انکشافی وزارت زراعت برگزار شد
۲۱ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست پلان و هماهنگی برنامه های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری ورکشاپ آموزشی یکروزهای را برای مسوولین ریاستهایی که پروژههای انکشافی دارند، برگزار کرد.
در این ورکشاپ، شرکتکنندگان با شیوه تهیه و ترتیب کانسپت نوت، مراحل آمادهسازی آن و نکات کلیدی برای نوشتن کانسپت نوت آشنا شدند. همچنین نحوه تطبیق یک پروژه بر اساس کانسپت نوت به آنان آموزش داده شد.
کانسپت نوت سندی کوتاه است که ایدهی اصلی یک پروژه، طرح یا تحقیق را خلاصه میکند و اهداف، روشها و نتایج مورد انتظار آن را تشریح میکند. این سند به عنوان ابزاری برای ارائه ایده به سرمایهگذاران، مدیران و همکاران مورد استفاده قرار میگیرد تا درک اولیهای از پروژه به دست آورده و موافقت آنها
جلب شود.
د کرنې وزارت د پراختیایي پروګرامونو د کانسپټ نوټونو روزنیز ورکشاپ دایر شو
۲۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ ریاست له لوري، د پراختیایي پروژو لرونکو ریاستونو مسؤلینو لپاره یو ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو ته د کانسپټ نوټ د ترتیب او چمتو کولو څرنګوالی، د هغې پړاوونه او د لیکلو مهم ټکي وروښودل شول. همدارنګه، د کانسپټ نوټ پر بنسټ د پروژې د تطبیق عملي لارې چارې هم ور وښودل شوې.
کانسپټ نوټ یو لنډ سند دی چې د یوې پروژې، طرحې یا د څېړنې اصلي مفکوره رانغاړي، د هغې موخې، طریقې او تمه کېدونکي پایلې تشریح کوي. دا سند د پانګهوالو، مدیرانو او همکارانو ته د پروژې د مفکورې د وړاندې کولو یوه وسیله ده، تر څو د پروژې په اړه لومړنی درک پیدا کړي او د هغې د تطبیق ملاتړ وکړي.
