دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۴۲
دهلمند د کرنې ریاست او د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې تر منځ د همکارۍ د پراخېدو په اړه بحث وشو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) د سهیل لویدیځ زون له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د(یو.ان.ډي.پي)  چارواکو د خپلو ترسره شوو فعالیتونو تفصیلي معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه، چې په راتلونکو پلانونو کې به د اوبو مدیریت، اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا او نورو اړینو برخو کې خپلې همکارۍ نوره هم پراخې کړي.
یادو مسؤلینو زیاته کړه، چې بزګرانو ته به تشویقي ټول‌کټونه، اړین وسایل او مواد ووېشل شي، او د دوی د برنامې له لارې به اصلاح شوي تخمونه په نیمه بیه بزګرانو ته برابرېږي. همدارنګه، هغوی څرګنده کړه، چې د کندهار د کډوالو له مؤسسې سره د نوي قرارداد له لاسلیکېدو وروسته به د کرنې په برخه کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
راغلي پلاوي له د هلمند د کرنې ریاست څخه د دوامدارې همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د هلمند د کرنې رییس مولوي نیازمحمد وهاج د پلاوي هرکلی وکړ او د دوی د برنامو د پلي کولو په برخه کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. نوموړي وویل، هلمند ولایت د کرنې په برخه کې بنسټیزو او پایدارو پروژو ته بې‌سارې اړتیا لري، او دا ریاست به هڅه کوي چې له نړۍوالو مرستندویانو سره اغېزمنه همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه چې د ولایتي ادارې په همغږۍ به له ټولو مرستندویو مؤسسو سره ګډ کار ته دوام ورکړي، څو د کرنیزو خدماتو کیفیت لا لوړ شي.
مولوي وهاج د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یو.ان.ډي.پي) له چارواکو وغوښتل چې د تولیدي شرکتونو او کمپنیو سره خپله بلاعوضه همکاري زیاته کړي، څو هلمند د کرنیزو محصولاتو په برخه کې پر ځان‌بسیا شي.
په پای کې، دهلمند دکرنې رییس له راغلي پلاوي وغوښتل، چې د هلمند ولایت په کرنیزو او پرمختیايي چارو کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي، تر څو د دې ولایت د بزګرانو او تولیدي سکتور په وده کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS