وزیر زراعت بر تسریع کار پروژههای انکشافی و مصرف مؤثر بودجه تأکید کرد
مجلس ارائه گزارش اجراآت پروژههای انکشافی سکتور زراعت، مالداری، باغداری و آبیاری تحت ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در مرکز وزارت دایر گردید.
در این نشست، متخصصان بخش مالی گزارش مفصل پروژههای انکشافی را از طریق پریزنتیشن با وزیر زراعت شریک ساختند و رؤسا و آمران حاضر در مورد فیصدی مصرف بودجه و میزان پیشرفت کارهای خویش معلومات ارائه کردند.
وزیر زراعت در پایان، بر مصرف کامل بودجه در زمان تعیینشده و تکمیل فعالیتهای پلانشده تا پایان سال تأکید کرده، از مسوولان خواست تا بر روند تطبیق پروژهها نظارت جدی داشته و در جهت بهبود خدمات زراعتی تلاش بیشتر نمایند.
همچنین، وی از مسئولان خواست تا در تمام ولایتها فعالیتهای انکشافی را بر اساس نیازهای واقعی دهقانان تنظیم کرده و از ضایعشدن منابع مالی جلوگیری نمایند. به گفته وزیر زراعت، تطبیق درست پروژهها سبب افزایش تولیدات داخلی و بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای دهقانان در کشور خواهد شد.
د کرنې وزیر د پراختیایي پروژو د کار پر چټکتیا او د بودجې پر اغېزمن لګښت ټینګار وکړ
د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو د سکتور د پراختیایي پروژو د اجراآتو د راپور وړاندې کولو غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ د وزارت په مرکز کې دایره شوه.
په دې ناسته کې د مالي برخې کارپوهان د پراختیایي پروژو مفصل راپور د پریزینټېشن له لارې له کرنې وزیر سره شریک کړ. همدارنګه، حاضر رییسانو او آمرانو د خپلو دندو د پرمختګ او د بودجې د لګښت فیصدي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې بودجه دې د ټاکلي وخت په موده کې بشپړه ولګول شي او پلان شوې چارې دې د کال تر پای پورې ترسره شي. نوموړي له مسؤلینو وغوښتل، چې د پروژو د پلي کېدو پر بهیر جدي څارنه وکړي او د کرنیزو خدمتونو د لا ښهوالي لپاره زیاتې هڅې وکړي.
دغه راز، د کرنې وزیر له چارواکو وغوښتل، چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې پراختیایي فعالیتونه د بزګرانو د واقعي اړتیاوو له مخې تنظیم کړي او د مالي سرچینو د ضایع کېدو مخه ونیسي. د کرنې وزیر په وینا، د پروژو سمه تطبیق به د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.
