کندهار کې د څارویو د قاچاقي درملو د مخنیوي په پار هڅې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۱:۴
کندهار کې د څارویو د قاچاقي درملو د مخنیوي په پار هڅې

۲۱ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت په کندهار ښار کې د څارویو درملو پلورنځیو او لویو شرکتونو څخه د بې‌کیفیته، تر وخت‌تېرو او قاچاقي درملو د مخنیوي په موخه یو ورځنی پراخ کمپاین ترسره کړ.
د کندهار دکرنې ریاست د مالدارۍ آمریت عمومي مدیر ډاکټر توریالي قیام وایي؛ چې دغه کمپاین د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله په مشرۍ ترسره شوه. د کمپاین پر مهال د کندهار ښار د څارویو درملو بازارونو، پلورنځیو او شرکتونو څخه مفصله څارنه وشوه، ترڅو د غیرقانوني او بې‌کیفیته درملو د پلور مخه ونیول شي. 
نوموړي زیاته کړه، چې د کمپاین پر مهال د درمل پلورنځیو او لوی شرکتونو مسؤلینو خپلې شته ستونزې هم د مالدارۍ آمر سره شریکې کړې چې راتلونکي نږدې څو ورځو کې به د ریاست مقام سره شریکي او د مسؤلینو سره یوځای به قانوني حلاري ورته ولټول شي.  
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست دمالدارۍ آمریت تر دې مخکې هم ورته څارنیز کمپاینونه ترسره کړي دي، چې د هغو پر مهال سلګونه بوتله بې‌کیفیته او تر وخت‌تېري درمل راټول او له بازار څخه ایستل شوي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

معین زراعت و مالداری با مسئولان مؤسسه تیکا دیدار کرد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با میکاییل تشدیمر، رئیس مؤسسه همکاری و هماهنگی ترکیه (تیکا) در افغانستان و شماری از مسئولان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوی عبدالجبار خالد به‌عنوان رئیس استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت معرفی شد

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، مولوی عبدالجبار خالد در بست اول، طی مراسم رسمی به‌عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

بازدید معین زراعت و مالداری از مجتمع شرکت‌های امید بهار

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از مجتمع شرکت جوس و لبنیات امید بهار در پارک‌های صنعتی پل‌چرخی کابل بازدید کرد و بر حمایت. . .

بازگشت به خبرها