لغمان کې زرګونو وړو شخوندوهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۶:۱
لغمان کې زرګونو وړو شخوندوهونکو څارویو ته د ریخک واکسین کمپاین پیل شو

۱۲ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د افغانستان لپاره د هالېنډ کمېټې «ډي.سي.اې» په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز مهترلام ښار په ګډون د ټولو ولسوالیو په کچه، د ۲۶ زره وړو شخوندوهونکو څارویو (وزو او پسونو) د ریخک (انتروتوکسیمیا) واکسین د تطبیق کمپاین د الیشنګ ولسوالۍ څخه رسماً پیل شو.
دغه کمپاین د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د دې ریاست د مالدارۍ او څارویو د روغتیا امر ډاکټر جوادالله علیزاده، د الیشنګ ولسوالی د مالدارۍ او کرنیزو خدمتونو د کارمندانو او د هالېنډ کمېټې ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت په حضور کې پرانیستل شو.
په دې پروګرام کې به د ولایت په کچه ټول ټال ۲۶ زره غټ او واړه څاروي وقعایه شي.
باید وویل شي، چې د لغمان د کرنې ریاست تل هڅه کوي د مالدارانو د ملاتړ او لاسنیوي ترڅنګ، د مالدارۍ سکتور د پراختیا لپاره د څارویو د ناروغیو پر وړاندې د وقایوي واکسینونو د تطبیق پروګرامونه عملي کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها