د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۹:۳۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱۰ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د مرکز لښکرګاه د سرکار سیمې کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

یک چک‌دم معیاری به ارزش ۲.۱ میلیون افغانی در کندهار به بهره‌برداری سپرده شد

۲۳ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
به منظور تقویت ذخایر آب، کاهش پیامدهای خشک‌سالی و رشد زراعت و مالداری، وزارت زراعت به تطبیق پروژه‌های جدید حفاظت و مدیریت آب ادامه داده است.
در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

بهبود و تسلیم‌دهی دو کانال آبیاری در شهر فیض‌آباد

۲۳ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
به منظور بهبود سیستم آبیاری و افزایش ظرفیت تولیدات زراعتی، دو کانال آبیاری در شهر فیض‌آباد با حضور نماینده ریاست زراعت عبدالبشیر بشارت و انجینران مؤسسه همکار، تکمیل و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۸:۵۶
Background image

سفر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری نیمروز به ولسوالی‌های خاشرود و دلارام

مولوی نیازمحمد وهاج، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز، در سفری به ولسوالی‌های خاشرود و دلارام با مدیران عمومی خدمات زراعتی این ولسوالی‌ها دیدار و نشست‌های جداگانه برگزار کرد.
د. . .

بازگشت به خبرها