لغمان کې د۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د هګیو چرګانو د تولید واړه فارمونه جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۷:۴۵
لغمان کې د۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د هګیو چرګانو د تولید واړه فارمونه جوړېږي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د«ان،سي،ار،او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي ملاتړ، د دې ولایت ۵۰۰ اړمنو کورنیو ته د هګیو چرګانو د تولید واړه فارمونو د جوړولو لپاره اړین وسایل او د چرګانو د دانې مرستې د ویش لړۍ پیل شوه.
د مرستو د وېش پرانیسته د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي، د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، او د «ان،سي،ار،او» مؤسسې ولایتي مسؤل انجینر محمد جمیل خوشحال د څو مستحقو کورنیو ته د مرستو په ویش سره رسماً پیل شوه.
د وېشل شوو توکو په ترکیب کې هرې کورنۍ ته د فارم جوړولو لپاره دوه دانې دوه‌نیم متري ګاډرې، یوه غټه او یوه وړه کړکۍ، یوه اشداره جالۍ، یو عدد دروازه، درې دانې دانه‌خورې، درې دانې اوبه‌خورې او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوه.
د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي د مرستو د وېش پر مهال وویل: «د شکر ځای دی، چې اسلامي نظام حاکم دی او د ټولو وګړو حقوق پکې خوندي دي. ټول دې د نظام شکرانه ادا کړي.» نوموړي زیاته کړه، چې د اړمنو وګړو د ځان بسیاینې لپاره هڅې روانې دي او د ۲۰ میلیونو افغانیو دغه پروژه یې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله. هغه د لغمان د کرنې ریاست او اړونده مؤسسې څخه د مرستو په برابرولو کې د هڅو مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې ولایتي اداره به ورته نورې مرستې هم راجلب کړي.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل: «دغه مرسته د ۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۵۰۰ اړمنو کورنیو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره پلان شوې ده، چې نن یې د وسایلو او خوراکي دانې د وېش لړۍ پیل شوه، او نږدې راتلونکې کې به د چرګانو وېش هم ترسره شي.» نوموړي له مرسته اخیستونکو وغوښتل، چې له ورکړل شوو وسایلو څخه پر ځای ګټه واخلي.
د دې پروژې موخې د اړمنو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د کار او کسب رامنځته کول، او د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا بلل شوې دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS