کندهار کې له پاکستان څخه د ۴۵۰۰  بې‌کیفیته وارداتي چرګانو مخه ونیول وشه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۳:۱۱
کندهار کې له پاکستان څخه د ۴۵۰۰  بې‌کیفیته وارداتي چرګانو مخه ونیول وشه

۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې، د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ قرنطین مسؤلینو د ګاونډي پاکستان څخه واردېدونکي ۴ زره ۵۰۰ بې‌کیفیته او د معیار خلاف چرګان نیولي او د هېواد نورو سیمو ته د انتقال اجازه یې نه ده ورکړې.
د قرنطین مسؤلین وایي، نیول شوي چرګان د زیات عمر لرونکي او د وزن له پلوه تر ۲ کیلوګرامه زیات ول، چې د وزارت د ځانګړي مکتوب له مخې واردول یې ممنوع دي. د وزارت د مالدارۍ برخې د مالوماتو پر بنسټ، دا ډول چرګان ښایي د ودې ورکوونکو هورمونونو له امله لوی شوي وي، چې د غوښې کیفیت ته زیان رسوي او د انسان روغتیا ته جدي خطرونه پېښوي.
د کرنې وزارت مسؤلین ټینګار کوي، چې یوازې هغه چرګان واردېدای شي چې ټاکل شوي معیارونه پوره کړي، څو د خلکو روغتیا خوندي پاتې شي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۸:۴۶
Background image

معین زراعت و مالداری با مسئولان مؤسسه تیکا دیدار کرد

۲۸ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با میکاییل تشدیمر، رئیس مؤسسه همکاری و هماهنگی ترکیه (تیکا) در افغانستان و شماری از مسئولان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۳۳
Background image

مولوی عبدالجبار خالد به‌عنوان رئیس استملاک و اسکان مجدد وزارت زراعت معرفی شد

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
براساس پیشنهاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و حکم ریاست‌الوزرای امارت اسلامی افغانستان، مولوی عبدالجبار خالد در بست اول، طی مراسم رسمی به‌عنوان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

بازدید معین زراعت و مالداری از مجتمع شرکت‌های امید بهار

۲۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از مجتمع شرکت جوس و لبنیات امید بهار در پارک‌های صنعتی پل‌چرخی کابل بازدید کرد و بر حمایت. . .

بازگشت به خبرها