پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۷
پکتیکا کې د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې جوړې شوي

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا په موخه، د جوارو ۴۰ ننداریزو کروندو جوړولو لپاره دیاد ولایت مرکز او پنځو ولسوالیو کروندګرو ته اصلاح شوی تخم او سره وېشل شوې وه، چې د دغو کروندو د څارنې پایلې ښییي، چې یادې کروندې مناسبه وده لري.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، د جوارو ۴۰ ننداریزې کروندې د ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې جوړې شوي، چې د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغو نمایشي قطعو د جوړولو لپاره هر ګټه‌اخیستونکي ته ۸ کیلو ګرامه اصلاح شوی د جوارو تخم، ۳۰ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا ورکړل شوې وه.
همداراز، کروندګرو ته د کتاري کرنې پر اهمیت لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړل شوې، څو له نوې کرنیزې طریقې څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.
د دې برنامې اساسي موخه د جوارو د حاصل زیاتول، کروندګرو ته د اصلاح شويو تخمونو معرفي کول او د عصري کرنې ترویج دی، ترڅو د پکتیکا کروندګر له نوې کرنیزې تجربې ګټه واخلي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS