د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۳۳
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو رغنیز بهیر وڅارل شو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان مدیر او د ریاست سلاکار په مشرۍ یو پلاوی د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالی د بېلابېلو سیمو د کچالو د ساتنې لپاره د صفر انرژۍ زېرمتونونو د جوړېدو چارې له نږدې وڅارل.
یاد پلاوی د کانیزت کلي له هغو صفر انرژۍ زېرمتونونو لیدنه وکړه، چې یوه یې د حبیب‌الله په نوم ده، چې د راپور له مخې شاوخوا ۳۰ فیصده د جوړېدو کارونه یې ترسره شوي او پاتې چارو یې لا هم دوام لري. همداراز، د حاجي محمدګل اړوند بله سړه خونه چې په همدې کلي کې موقعیت لري، رغنیزې چارې یې شاوخوا پنځه سلنه پرمخ تللي دي.
په ورته وخت کې، د دراني بازار د کچالو صفر انرژۍ زېرمتون تر نورو پروژو مخکې تللې، چې د کرنې ریاست د تخنیکي ارزیابۍ له مخې ۷۰ سلنه یې کارونه بشپړ شوي دي. همداراز، د چینو کلي په یوه پروژه کې چې د سنګین په نوم یو تن ته جوړیږي، د کچالو صفر انرژۍ زېرمتوند جوړېدو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللي دي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مشرتابه پلاوي د څارنې پر مهال څرګنده کړه، چې د یادو سړو خونو چارې په نسبي ډول ښه پرمخ روانې دي، خو ټینګار یې وکړ چې باید دا بهیر لا هم ګړندی، منظم او د تخنیکي معیارونو مطابق پرمخ یوړل شي.
همداراز، د یاد ریاست مسؤولینو له پروژې تطبیقوونکو شرکتونو، انجنیرانو او د سیمې له مسؤولینو سره د ګډو ناستو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونو د پروژو کارونه باید پر وخت او په معیاري بڼه بشپړ شي، څو د کرنیزو حاصلاتو د خوندیتوب په برخه کې اغېزناک خدمت ترسره شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

آغاز برنامه آموزشی مراسلات اداری و مدیریت دفترداری در نیمروز

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه در زمینه مراسلات اداری و مدیریت دفترداری با اشتراک کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز برگزار شد.
این برنامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

نظارت از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی در ولسوالی اشکاشم بدخشان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
تیم نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی با حمایت بنیاد آقاخان در ولسوالی اشکاشم نظارت و ارزیابی کرد.
این هیأت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

توزیع وسایل زراعتی برای ۳۵ تن از سبزیکاران در شبرغان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به‌منظور ترویج استفاده از وسایل زراعتی نوین و گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای برای ۳۵ تن از دهاقین سبزیکار در قریه‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS