بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۳۵
بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل او زېرمه کېږي

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د غنمو د بیې د کنټرول، د احتکار د مخنیوي، له کروندګرو سره د اقتصادي مرستې، او بېړنیو حالاتو لپاره د غنمو د زېرمې د برابرولو په موخه، په بغلان ولایت کې څه‌باندې پنځه زره مټریک ټنه غنم پېرل کېږي.
د بغلان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، دا لړۍ د کرنیزو کوپراتیفونو او ازاد بازار د غنمو د بیې له ارزونې وروسته، د تدارکاتي اصولو پر بنسټ ترسره کېږي. پېرل شوي غنم به د بغلان په سیلو کې زېرمه شي.
د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې پېرل کېدونکي غنم باید سږني حاصلات، پاک، له ناروغیو او حشراتو څخه خوندي، پرته له رطوبته او پروسس شوي وي. د کرنې وزارت کارپوهان هم د غنمو د کیفیت ارزونه کوي.
مسؤلین له هغو بزګرانو څخه چې د پلور لپاره اضافي غنم لري، غوښتنه کوي چې د بغلان د کرنې ریاست سره اړیکه ونیسي او خپل غنم د یادې پروسې له لارې وپلوري.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۵
Background image

بررسی وضعیت اداری و مالی و راه‌های افزایش عواید ریاست زراعت کاپیسا

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هییتی به سرپرستی مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور بررسی وضعیت اداری و مالی و شناسایی راه‌های افزایش عواید، از ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴
Background image

نظارت از روند اعمار سه گلخانه در ولایت جوزجان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی حفیظ‌الله حازم رئیس باغداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌منظور نظارت از روند اعمار سه باب گلخانه، به ولایت جوزجان سفر کرد.
وی در آغاز سفر با مولوی جان‌مراد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۱:۵۲
Background image

آموزش ۱۲۰ دهقان و مالدار در پنجشیر درباره سازگاری با تغییرات اقلیمی

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی آگاهی‌دهی درباره خطرات تغییرات اقلیمی بر سکتور زراعت و مالداری و راه‌های سازگاری با آن، با اشتراک ۱۲۰ تن از دهاقین و مالداران، در ولسوالی دره ولایت. . .

BACK TO NEWS