د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د پرښتې سربند او کانال د پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۹:۳۹
د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالۍ د پرښتې سربند او کانال د پروژې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د همکارې مووسسې ټي ال او او د سویس د پرمختیایي مرستو ادارې اس ډي سي په مالي ملاتړ، د اورګون ولسوالۍ د لوی پیرکوتي د پرښتې سربند او کانال جوړونې پروژې پرانیستغونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د ځوانانو استازي ښاغلي عرب‌الدین دانش ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د کرنې ریاست او ټي ال او موسسې له همکارۍ یې مننه وکړه.
په دغه غونډه کې د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي محمد زمان عمري، د ټي ال او مووسسې د سویل ختیځ زون مسوول محمد علي ځدراڼ، د امارتي ادارو ځینو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د ټي ال او مووسسې مسوول، محمد علي ځدراڼ، د پرښتې بند د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا پروژه به اته کلیو ته مستقیمه ګټه ورسوي. نوموړي د ټي ال او له لوري د نورو همکاریو ژمنه هم وکړه.
د کرنې رییس، مولوي محمد زمان عمري، د خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو د سربند او کانال ساتنه وشي او د پروژې اوږدمهاله ګټه تضمین شي. نوموړي د ټي ال او مووسسې له تخنیکي او مالي همکارۍ مننه وکړه.
د غونډې په وروستیو کې، د ټي ال او موسسې د پکتیکا مسؤل شریف‌الله ایوبي د پروژې تخنیکي جزئیات له ګډونوالو سره شریک کړل. هغه وویل چې د دې پروژې موخې د ۱۱۷ هکتاره کرنیزو ځمکو خړوبول،۱ زر او ۵۳۰ کورنیو ته مستقیمه ګټه، ۶۴۰ ماهرو او ۳زره او ۲۱۰ غیرماهرو کارګرانو ته د کار زمینه برابرول، ۲۰ تنو ته د یو ورځني تریننګ ورکول او د اوبو د تنظیم لپاره د ټولنې جوړول، دي.
د ایوبي په وینا، په پروژه کې، ۲۷ متره اوږد، ۱۳.۵ متره پلن او ۴.۳ متره ژور سربند، ۵۵ متره کانال او ۴.۵ تر ۵ مترو پورې لوړ  ۱۰۰ متره محافظتیي دېوال جوړول او د اوبو د تنظیم لپاره فلزي دروازو کارونه شامل دي.
د پرښتې د سربند او کانال پروژه د سیمه‌ییزو خلکو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي. دا پروژه نه یوازې کرنیزې ځمکې خړوبوي، بلکې خلکو ته د کار زمینه هم برابروي. د خلکو همکاري، د ټي ال او مووسسې هڅې او د کرنې ریاست څارنه به د دې پروژې د بریا تضمین کوي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۴۴
Background image

جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت برگزار شد

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه دعوت و ارشاد وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری این وزارت، با حضور مسئولان ریاست دعوت و ارشاد و شماری از رؤسای مرکزی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۰:۲۳
Background image

توزیع تخم رشقه و کود سیاه برای ۸۰ دهقان در دو ولسوالی کابل

۳۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل با همکاری کمیته هالند (DCA)، ۲۴۰ کیلوگرام تخم رشقه و یک‌هزار و ۶۸۰ کیلوگرام کود سیاه را همراه با وسایل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۳۴
Background image

هیئت وزارت زراعت در سفر به هلمند روند تطبیق پلان‌های تفصیلی لشکرگاه و مدیریت اراضی را بررسی کرد

۲۹ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ صفرالمظفر ۱۴۴۸ هـ.ق
به‌منظور تطبیق حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، یک هیئت عالی‌رتبه وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت هلمند سفر کرد تا روند تطبیق. . .

بازگشت به خبرها