بلخ کې د سویابینو تخمونو اړوند مشورتي غونډه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۲:۴۵
بلخ کې د سویابینو تخمونو اړوند مشورتي غونډه ترسره شوه

۲۵ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تالار کې د دې ریاست د رییس الحاج حافظ محمد موسی مبین په مشرۍ د سویابینو تخمونو په اړه مشورتي غونډه جوړه شوه.
په غونډه کې د مفید ګروپ رییس پاینده محمد خان او د کرنې ریاست ټولو کارکوونکو ګډون درلود. د غونډې پر مهال د سویابینو د تخمونو د کیفیت، تصدیق او لابراتواري ازموینو اړوند بحثونه وشول.
د بلخ د کرنې رییس ټولو ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه چې بزګرانو ته باید یوازې تصدیق شوي او لابراتواري ازمویل شوي تخمونه وړاندې شي، څو د کرنیزو محصولاتو کیفیت لوړ شي او بزګران له ممکنه ستونزو خوندي پاتې شي.
سویابین د مغذي حبوباتو له ډلې څخه دی، چې د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ، د بزګرانو لپاره یوه ارزښتناکه تجارتي کښت هم ګڼل کېږي. د کرنې ریاست هڅه کوي د باکیفیته تخمونو له لارې د کرنیزو حاصلاتو کچه لوړه او د بزګرانو عواید زیات کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۲
Background image

آگاهی‌دهی به دهاقین درباره کشت پیاز تخمی به شکل قطار در ولسوالی دند غوری

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای دهاقین ولسوالی دند غوری  ولایت بغلان برنامه آگاهی‌دهی در مورد کشت پیاز تخمی به شکل قطار از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری آن ولایت برگزار شد. 
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۲:۰
Background image

برگزاری برنامه آموزشی برای دهاقین و باغداران در ولسوالی آبشار

۴ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برنامه آموزشی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر  برای دهاقین و باغداران قریه دوست علی ولسوالی آبشار آن ولایت  برگزار شد. 
در این برنامه، برای ده‌ها تن از. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

بازدید از روند ترمیم فارم قره‌قل در بلخ

۳ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ از روند ترمیم فارم قره‌قل  آن ولایت بازدید و بررسی به‌عمل آوردند.
این بازدید به تأسی از هدایت وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها