هلمند کې له حیواني فارمونو څخه څارنه وشوه

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۴ - ۱۶:۳۲
هلمند کې له حیواني فارمونو څخه څارنه وشوه


۲۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت فني کارمندانو د عینک او کاریز سیمو له هغو حیواني فارمونو لیدنه او ارزونه وکړه، چې د مالدارۍ له اصولو سره سم جوړ شوي او پکې د لوړ نسل غواګانې روزل کېږي.
دیادې لیدنې په ترڅ کې فارم لرونکو  ته د حیواناتو د روزنې، د ناروغیو د کنټرول، د واکسینونو د تطبیق، او د کانسټریټ (یعنې مغذي حیواني جیرې) په اړه مسلکي لارښوونې او لازمې زده‌کړې ورکړل شوې.
د هلمند ولایت د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت کارکوونکو ټینګار وکړ، چې د فارمونو په معیاري ساتنه، منظم واکسین، او تغذیه کې باید جدي پاملرنه وشي، ترڅو د غواګانو نسل ښه او تولید یې لوړ شي.
فارمدارانو له دې علمي لیدنې خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د مالدارۍ اصولو ته به لا زیات پام کوي او د فني سپارښتنو پلي کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۹
Background image

دیدار وزیر زراعت با مقامات کشور ازبکستان 

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با عبدالرحمنوف شخرتک والی ولایت اندیجان ازبکستان، اویبک عثمانوف سفیر ازبکستان در کابل و شماری از تاجران آن کشور دیدار و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

توزیع کمک‌های غذایی برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه ولایت جوزجان

۲۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به همکاری مؤسسه «دبلیو اچ اچ» برای ۳۰۰ خانواده در ولسوالی‌های درزاب و قوش‌تپه مواد غذایی تازه توزیع نمود.
بر اساس معلومات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری

پیام تسلیت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
با نهایت تأسف و تأثر، خبر. . .

بازگشت به خبرها