لوګر کې د ریښه لرونکو چنارو ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۳:۱۹
لوګر کې د ریښه لرونکو چنارو ننداریزې کروندې جوړېږي

۶ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې په ۲۵ جریبه ځمکه د چنارو ننداریزې کروندې جوړېږي.
د یادو کروندو د نیالونو او کاري وسایلو وېش غونډه کې د لوګر ولايت مرستیال والي مولوی محمد انور دین پرور سربیره د یاد ولایت د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیر آقا «پیر حبيب الرحمن» د کرنې او مالدارۍ رياست ځینو آمرینو او بزګرانو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لوګر د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ رییس وویل، چې دغه ننداریزې کروندې د لوګر ولایت په مرکز او پنځو ولسوالیو کې جوړېږي، چې په ترڅ کې به یې د چنارو ۳۳ زره او ۲۵۰ نیالګي کښېنول شي.
د لوګر دکرنې رییس زیاته کړه، چې ددې پروسې په ترڅ کې د یو جریب ځمکې لپاره هر بزګر ته ۱۳۳۰ د چنارو نیالګي او اړین کاري توکي ورکول کېږي. 
د لوګر دکرنې رییس په خپلو خبرو کې له دې مرستې پرخمن شویو بزګرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یادو وېشل شویو چنارونو ساتنه وکړي او د ناروغیو او وچ کېدو نه يې وساتي.
په همدې حال کې د لوګر ولايت مرستیال والي مولوي محمد انور «دین پرور» د نیالګیو د ارزښت په اړه خبرې وکړی او ترڅنګ يې له بزګرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د یاد نهالونو د حفاظت په برخه کې تر خپل وسه پورې هلې ځلې وکړي.
د لوګر دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د یادې پروژې مالي لګښت نږدې ۸۰۰ زره افغانۍ کېږي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو لوی رياست لخوا ورکول شوې ده.
باید وویل شي، چې له دې وړاندې د لوګرد کرنې او مالدارۍ ریاست په هڅو د لوګر بزګرانو د اشر په لړ کې په بې سارې توګه د قوشتېپې کانال د زرغونتیا په موخه ۲۱۵ زره د چنارو او سنځلو قلمې راټول او د چارو ادارې استازو ته یې د انتقال په پار سپارلی وو.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

آغاز برنامه آموزشی مراسلات اداری و مدیریت دفترداری در نیمروز

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه در زمینه مراسلات اداری و مدیریت دفترداری با اشتراک کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز برگزار شد.
این برنامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

نظارت از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی در ولسوالی اشکاشم بدخشان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
تیم نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی با حمایت بنیاد آقاخان در ولسوالی اشکاشم نظارت و ارزیابی کرد.
این هیأت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

توزیع وسایل زراعتی برای ۳۵ تن از سبزیکاران در شبرغان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به‌منظور ترویج استفاده از وسایل زراعتی نوین و گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای برای ۳۵ تن از دهاقین سبزیکار در قریه‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS