هلمند کې د زېرمه شویو غنمو څارنه دوام لري 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۴ - ۱۳:۴۴
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې له مخې، یو ګډ پلاوی د مرکز لښکرګاه په درېیوو زېرمتونونو کې د زېرمه شویو غنمو د وضعیت څارنه کوي او د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.

۴ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لارښوونې له مخې، یو ګډ پلاوی د مرکز لښکرګاه په درېیوو زېرمتونونو کې د زېرمه شویو غنمو د وضعیت څارنه کوي او د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.
د دې پروسې پر بنسټ، یاد پلاوی په اونۍ کې دوه تر درېیو ځله ګدامونو ته ورځي، د هغوی په حضور کې زېرمتونونه خلاصېږي، د پاکوالي ارزونه کېږي، د خزندو او حشراتو مخنیوي لپاره د اړتیا په صورت کې درمل کارول کېږي او د غنمو هر اړخیزه ارزونه ترسره کېږي. تر دې وروسته، زېرمتونونه بېرته مهرلاک کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج مؤظف پلاوي ته سپارښتنه کړې، چې د زېرمه شویو غنمو د ساتنې لپاره جدي هڅې وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا زعیم، امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم له مخې، په هلمند کې ۵زره او ۸۶۸ ټنه اضافي غنم پېرل شوي، چې له ډلې یې یوزره او ۶۳۲ ټنه په هلمند کې ساتل شوي او ۴زره او ۲۳۶ ټنه کابل (مرکزي سیلو) ته لیږدول شوي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۵۴
Background image

آغاز برنامه آموزشی مراسلات اداری و مدیریت دفترداری در نیمروز

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی سه‌روزه در زمینه مراسلات اداری و مدیریت دفترداری با اشتراک کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز برگزار شد.
این برنامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

نظارت از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی در ولسوالی اشکاشم بدخشان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
تیم نظارتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از فعالیت‌های پروژه تاب‌آوری اقتصادی با حمایت بنیاد آقاخان در ولسوالی اشکاشم نظارت و ارزیابی کرد.
این هیأت از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

توزیع وسایل زراعتی برای ۳۵ تن از سبزیکاران در شبرغان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان به‌منظور ترویج استفاده از وسایل زراعتی نوین و گسترش سیستم آبیاری قطره‌ای برای ۳۵ تن از دهاقین سبزیکار در قریه‌های مرکز. . .

BACK TO NEWS