د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ځمکه انتقال شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۵۱
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چارو وزارت ته ځمکه انتقال شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او د بهرنيو چارو وزارت د املاکو د حفاظت او ساتنې عمومي مدير مولوي مطيع الله عابد ګډون درلود، د اراضۍ لوی رياست لخوا بهرنیو چاورو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یاد وزارت ته خوست ولايت ګربز ولسوالۍ، پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ، بلخ ولايت حیرتان بندر ښارګوټي او فراه ولايت پشتکوه قلعه کاه ولسوالۍ کې په نږدې ۸.۵ جریبه ځمکه باندې د قونسلي بندرونو د جوړولو په موخه انتقال شوه.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او بهرنيو چارو وزارت د املاکو د حفاظت او ساتنې عمومي مدير مولوي مطيع الله عابد ترمنځ لاسلیک شوه.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۵
Background image

دیدار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت با معاون والی ولایت نیمروز

۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی قدرت‌الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در رأس هیأتی، با مولوی تورجان احمدی معاون والی ولایت نیمروز دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار که. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۲:۲۹
Background image

توزیع ۲ هزار و ۵۰۰ اصله نهال چارمغز در ولسوالی نجراب

۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
به‌منظور احیا و گسترش جنگلات چارمغز، آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با هیأت ولایتی به ولسوالی نجراب سفر نموده و ۲ هزار و ۵۰۰ اصله نهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۰:۲۳
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوولان سه کمپنی روسی

۲۵ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری با مسوولان سه کمپنی روسی، شامل غلام یحیی چاوش رییس کمپنی گروپ کابل مسکو، لیونت گوریاچوک معاون شرکت افغان پروم میتال و الیکسی. . .

بازگشت به خبرها