د خوست علیشېر او تریزیو ولسوالی کې لسګونه بڼونه جوړېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۴۵
د خوست علیشېر او تریزیو ولسوالی کې لسګونه بڼونه جوړېږي

د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو «ان،اې،سي» کمېټې په تخنیکي همکارۍ د خوست ولایت د علیشېر او تریزیو په ولسوالی کې یوشمېر بزګرانو ته د املوکو، توتانو او چهارمغزو متراکم بڼونه جوړېږي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد بڼونه د نشه یي توکو بدیلو پروګرامونو له لارې د دې ولسوالی د « کابل، ځدراڼو، سينځلۍ، للمۍ، پوښان او ځدرانو ميله» کلیو کې پلي کېږي او هڅه کوي د نشه یي توکو مخنیوي په موخه لوړ حاصل ورکوونکي (متراکم )  نور بڼونه هم جوړ کړي.
ددې پروژې په ترڅ کې ددې ولسوالی د یادو کلیو پر ۵۰ بزکرانو د املوکو، توتانو او چهارمغزو ۱۵ زره او ۱۲۰ نیالګي وېشل شوي، چې په کې ۱۱۳۹۸ د املوکو، ۲۲۳۴ د توتانو او ۱۴۸۸ د چهارمغزو نیالګي شامل دي. 
دغه راز یادو بڼوالو ته په بڼونو د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبو لګولو، سرې استعمال، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې ده او په راتلوونکي کې به هم د حاصل ټولولو، بسته بندۍ، سورت بندۍ او نورو برخو کې روزنه ورکړل شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها