د هلمند مرکز لښکرګاه کې له کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۲:۴۱
د هلمند مرکز لښکرګاه کې له کرنیزو درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه  

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت په مرکز لښګرګاه کې د کرنیزو درملو غیر مسلکي پېر او پلور مخنیوي لپاره د ځانګړي کمپاین په لړ کې له ګڼو درمل پلورنځیو څخه څارنه ترسره شوه.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په دغه کمپاین کې درمل پلورونکو ته د کرنیزو او څارویو درملو د پېر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شوه. همداراز، سپارښتنه وشوه، چې په مېله بازارونو کې د درملو پېر او پلور بند کړي، که نه نو درمل به یې ضبط او عاملین به قانوني چلند سره مخ شي.  
په پلورنځیو کې تر وخت تېر او بې‌کیفیته درملو په موخه هم څارنه وشوه او د پلورنځیو مسؤلینو ته د جوازونو نوي کولو او نورو اړینو برخو اړوند مشخصې لارښوونې وشوې.  
د یادونې وړ ده، چې د دې پروسې موخه پر بزګرانو او مالدارانو د بې‌کیفیته، تر وخت تېر او بې‌جوازو درملو پلور مخنیوی و، ترڅو بزګران او مالداران زیانمن نه شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها