ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا کښت پیل کړ 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۳:۴۲
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د پالونیا کښت پیل کړ 

۲۳ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په لومړي ځل د خپلو څلورګونو فارمونو په ځمکو کې د پالونیا بوټو کښت پیل کړ. د دې پروسې د پیل په مراسمو کې د شرکت عمومي رئیس سیدمحمد نعیم «محمدي»، د فارمونو امرین، د کرنې او قوریو عمومي مدیران، او ځیني نور مسؤلین حاضر وو. دوی د پالونیا بوټو د کښت د پیل لپاره یو، یو بوټی وکاره.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت عمومي رئیس وویل: چې د پالونیا ونه، چې چټکه وده کوي، د لوړ کیفیت لرګیو د تولید او د چاپېریال ساتنې له مخې ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه چې دا شرکت په لومړي ځل ۲۰۰ د پالونیا بوټي کري، چې د هوپ شرکت له‌خوا د ډالۍ په توګه ورکړل شوي دي.
ښاغلي محمدي د دې پروژې د موخې په اړه وویل: «دا بوټي د ځمکې د اغېزمنې استفادې، د شرکت او سیمه‌ییزو خلکو د عاید لوړولو او د چاپېریال ساتنې لپاره کرل کېږي. پالونیا ونه د خپلې چټکې ودې او د لرګیو د لوړ کیفیت له امله نړیوال شهرت لري، او د کاربن ډای اکساید جذبولو، د خاورې د سطحي ساتنې او حاصل‌خیزۍ لوړولو کې مرسته کوي.»
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسؤلینو دا ګام د ننګرهار کانال د کرنیز نوښت یوه مهمه برخه وبلله. دوی زیاته کړه چې دا پروژه به نه یوازې اقتصادي وده پیاوړې کړي، بلکې په چاپېریال ساتنې کې به هم رغنده رول ولري.
د شرکت مسؤلین وايي، د پالونیا بوټو له کښت سره به د دې ونو قلمې هم ترلاسه شي، چې د کښت د پراختیا لپاره به وکارول شي. دا به په راتلونکي کې د پالونیا د نورو بڼونو د پراخولو زمینه هم برابره کړي.
د سیمې کرنیز متخصصین او عام خلک د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت دا اقدام ستایي، ځکه چې د ننګرهار کانال ځمکې د پالونیا د کښت لپاره مناسبه سیمه ګڼل کېږي.
عام باور دا دی چې پالونیا ونه د چټکې ودې، لږې اوبو اړتیا او د باکیفیته لرګیو د تولید له امله د سیمې کرنیز سکتور ته ګټه رسوي. د دې بوټو کښت به د بیکارۍ د کچې کمولو، د کروندګرو د عاید لوړولو او د ځمکې د حاصل‌خیزۍ د زیاتوالي لامل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۳
Background image

آغاز پروژه بازسازی شبکه‌های زهکشی برای احیای زمین‌های زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه پاک‌کاری و کندن‌کاری مسیر خروجی آب در ساحه زراعتی قریه هلگی آجر و اعمار و بازسازی شبکه زهکشی قریه انداب ولسوالی کهمرد ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

تأکید بر شفافیت و بهبود روند جمع‌آوری عواید ریاست زراعت پروان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سفر رسمی به ولایت پروان با مولوی خان محمد حقمل رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و آمرین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۲
Background image

آغاز کار اعمار شبکه زهکشی برای احیای ۶ هزار جریب زمین زراعتی در بامیان

۲۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
پروژه اعمار شبکه زهکشی در ساحه چمن ولسوالی یکاولنگ شماره یک ولایت بامیان با حضور نمایندگان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مسئولان ریاست زراعت این ولایت، بزرگان محل و. . .

BACK TO NEWS